څو ورځې وړاندې د پارلمان په استجوابیه غونډه کې، د کورنیو چارو سنبالچاري وزیر مسعود اندرابي ووېل «په تېره یوه میاشت کې یې د وسله والو غلاوو او وژنو په شان جنایي جرمونو په تړاو کابو لس زره تنه نیولي دي!»
په دې وروستیو کې په کابل او د هېواد په څو نورو لویو ښارونو کې د هغو جنايي بانډونو او ځوانانو فعالیتونه زیات شوي چې تازه یې دغو ناوړه کړنو ته مخه کړې ده. په یوه میاشت کې په داسې حال کې لس کابو لس زره تنه نیول شوي چې جنایي جرمونو د هېواد پر لویو ښارونو، په ځانګړې توګه کابل باندې د تورتم په شان سیوری غوړولی دی.
د کابل هغه سیمې چې بېوزله کورنۍ پکې اوسېږي، د ښار شاوخوا تنګې او تیاره کوڅې او ترڅنګ یې د مجرمینو په تعقیب او نیولو کې د کشفي او امنیتي ادارو ډېرې کمزوري، د خلکو رواني آرامي له منځه وړې ده، خو پوښتنه دا ده چې څرنګه زیات شمېر ځوانان د ورانکارو ډلو او سازمانونو په لومو کې راګیر کېږي! آیا پولیس په یوازې توګه ددغو مجرمینو په وړاندې د وګړو ساتنه کولی شي؟ په دې لیکنه کې په لنډه توګه، د جنایت او ورانکارو ډلو په لور د ځوانانو په مخه کولو کې بې وزلۍ او پانګونې رول ته نغوته کوو:
په افغانستان کې د کمونیستي رژيم له ماتې وروسته، د دولت نظم هم سره وپاشل شو، چې د مجاهدینو ګوندونه یې په بیا پياوړي کولو بریالي نه شول. په کابل کې د مجاهدینو پنځه کلن حکومت ټول په کورنیو جګړو او نښتو کې تېر شو او په دې توګه د دولت په نوم جوړښت بنسټونه په بشپړه توګه ونړېدل او پر هېواد د شوروي ځواکونو په وړاندې د جهاد دورې له پوځي تشکیلاتو جوړ شوي ګوندونه، په هېواد کې واکمن وو.
طالبان هم په پوځي تشکیلاتو او وسایلو سره کابل ته راغلل او ټولې حکومتي ادارې یې په واک کې واخیستې. د طالبانو ادارې له داسې دولت او حکومت سره هیڅ ورته والی نه درلود چې خلکو ته د خدماتو او د چارو د سمبالولو نیت ولري.
له هغې وروسته نړیواله ټولنه او د مرستندویه هېوادونو په میلیاردونه ډالر په داسې حال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره راوړل شول چې د دولت په نوم منظم جوړښت په نوم هېڅ هم نه و پاتې شوي. دې چارې ګوندونو او ځانګړو وګړو ته د پیسو او شتمنیو د راټولولو زمینه برابره کړه. ددې ترڅنګ، له دې مخکې په افغانستان کې د کیڼپالو او روسانو پرخلاف د وسله وال جهاد په پیلېدو، د وسلې په زور او نشه يي توکو د کاروبار له لارې، د پيسو او شتمنیو ډېرول دود شوي وو.له دې امله، په هېواد کې یو ځل بیا د جګړې په پیلېدو او افغانستان ته د لوېدیځو هېوادونو او امریکا په میلیاردونو ډالرو راوړل کېدو، په هېواد کې د «چور تالان او غنیمت» کلتور لابډایه کړ.
لومړی:
د کلیوالو سیمو ځوانانو په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو تر ملاتړ لاندې رژیم پرخلاف جګړې په بهیر کې. د خپلو دوستانو د شتمنیو د زیاتولو لیدونکي ؤ چې د قوماندان او مجاهد په نوم جنګېدل. قوماندانان د هغه وخت له رژیمه د هرې سیمې په نیولو، د هغه ځای او خلکو بشپړ واکمن ګڼل کېدل او ترواک لاندې سیمو شتمني یې خپله او د اړوند ګوند بلله.
ددې ترڅنګ، په دغو کلونو کې د کوکنارو کښت او د نشه يي توکو قاچاق او د وسلو پیرپلور ډېری خلک شتمن کړل. د طالبانو په واکمنېدو سره هم یو شمېر خلکو له همدې لارې په میلیونونو پانګه او شتمني پيدا کړه. دوی هم یا د وسلې له شپېلۍ او یا هم د وسلو او نشه يي توکو د قاچاق او سوداګرۍ له لارې ځواک او شتمني زیاته کړه.
دوهم:
د طالبانو ماتې او افغانستان ته له ډېرو پیسو سره د امریکایانو راتلو، هغه مجاهدین چې له لېرې پرتو سیمو راغلي ول، په ښارونو کې په شتمنو وګړو بدل کړل. د دوی ترڅنګ د لوېدیځو هېوادونو تر سیوري لاندې له لوېدیځه یو شمېر تحصیل کرده افغانان راستانه او په دغو بېپایه شتمنیو کې یې ونډه واخیسته؛ په همدې توګه دغو دوه ډوله وګړو له یو بل سره په جګړه او سوله کې واک او حکومت په خپل ګروت کې راووست.
د کارنده دولت او د نړیوالې ټولنې د مرستو لګولو د تنظیم لپاره د ګټور سیستم نشتوالي، په کابل او د هېواد په نورو برخو کې نور دا ډول شتمن هم د مرخېړیو په شان راپورته شول. په هېواد کې د نړیوالې ټولنې د حضور په موده کې دولتي چوکۍ د غنیمت په توګه وپلورل شوې. د حکومتي ادارو تدارکاتي او لوژستیکي برخې د هېواد د چارواکو لپاره د لویو عوایدو په سرچینو بدلې شوې او حکومتي فساد د نورو ناخوالو ترڅنګ په خپله غېږه کې یو مفسد بروکرات نسل ته روزنه ورکړه چې دا وګړي د عامه شتمنیو په چورتالان کې له لومړیو دوو ډلو کم نه دي. د (لوېدیځوـ افغاني بروکراتانو، د مجاهدینو د قوماندانانو او نویو واکمنو) مثلث په واک کې د پانګې او قدرت انحصار، د افغانستان د اکثریت بېوزله وګړو او توکمنو لپاره ستونزې راولاړې کړې چې له یوې خوا یې د جګړې اور لا بل کړ او له بله پلوه داسې ښکاري چې د عقده منو ځوانانو نسل یې روزلی چې د هېواد کوڅې او آن لوی ښارونه یې ناامنه کړي او کشفي او استخباراتي بنسټونه یې په کابو کولو کې بې وسه دي.
ددې ټولو ترڅنګ، په هېواد کې د نړیوالې ټولنې له شتونه د کابو دوو لسیزو په تېرېدو، ټولنیزو شبکو ته د خلکو لاسرسی پراخ شوی او په سلګونه ورځپاڼې، ټلویزیونونه او راډیويي چینلونه جوړ شول. دغه وسایل چې آن په پرمختللو هېوادونو کې د خلکو ذهنیت بدلوي، خو د نورو منفي او مثبتو غبرګونونو ترڅنګ یې د امریکايي – پانګوالې نړۍ د ارزښتونو لپاره تبلیغ پیل کړ. طبیعي ده چې د امریکايي لښکر او شتمنو په راتلو، امریکایي کلتور او ارزښتونه هم افغانستان ته راوړل شول؛ داسې کلتور چې د امریکایي ټولنپېژاند رابرت مرټون په اند یې موخه د شتمنۍ ډېرول دي.
د مرټون په باور، په امریکایي کلتور کې شتمني زیاتېږي، تر ډېره په شخصي او ډله ییزه توګه دې چارې ته پاملرنه کېږي. هغوی چې پیسې نه لري ښایي ورټل شي؛ آن که لوړ عُمر، معنویت او علمیت هم ولري. د همدې امریکایي پانګوال کلتور د اغیزو له امله په افغانستان کې اداري فساد خپل کراهت له لاسه ورکړ. بې له دې چې سرچینې ته یې پام وشي یوازې پیسې ارزښت وبلل شوې او د همدې باور له مخې کله چې یو شمېر وګړو د هېواد پانګه، امکانات او شتمني چورتالان کړه، ځینو نورو یا جنایي او ترهګرو جرمونو ته مخه کړه او یا هم له هېواده ووتل.
په دې لیکنه کې له مجرمینو او جنایتکارانو د دفاع هڅه نه کېږي، بلکې د جرم پېژندنې له نظره د کابل او هېواد د نورو لویو ښارونو کوڅې له بېوزله غلو ډکې دي، له داسې وسله والو ځوانانو ډکې دي چې د زرو افغانیو لپاره پر هیچا رحم نه کوي! دوی د ډوډۍ پیسې د خپل بل هېوادوال له جیبه غلا کوي. هغه وګړي چې ښوونځي ته د تلو پیسې یې نه لرلې او د کابل د واټونو ترڅنګ په سختو کارونو کې رالوی شوي دي. هغوی چې ښوونځي ته تللي په پوهنتونونو کې یې زده کړې کړي بیا هم له وزګارۍ او بېوزلۍ کړېږي. دغه ځوانان هغو کیسو د ورانکارۍ او جنایت غېږې ته ورستانه کړي چې په سلګونه نور ځوانان یې د یونان په اوبو کې ډوب کړي او په سلګونه نورو هم د نشه يي توکو د کارولو له امله په عزت کې له ژوند کول سره مخه ښه کړې ده. په دې توګه، دغې پایلې ته رسېږو چې د (لوېدیځ افغاني بیروکراتان، د مجاهدینو د قوماندانانو او نویو شتمنو وګړو) مثلث له خوا د واک او شمتنیو انحصار او همداراز د امریکایي پانګوال کلتور، د هېواد په لویو ښارونو کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي اصلي لاملونه دي؛ ځکه له یوې خوا په افغاني ټولنه کې د پيسو او شتمنۍ د ډېرولو ناروا سیالي او له بله پلوه د ځواک او پيسو د ترلاسه کولو لپاره په برابره توګه د فرصت او ظرفیت سرچینو ته نه لاسرسی دی چې په ښارونو کې د جنايي پېښو زیاتوالی او له ورانکارو ډلو سره د ځوانانو یو ځای کېدل،ددې چارې ناوړه پایلېپه توګه را په ډاګه کړي دي.





