د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود د یمن حوثیان د سیمې پر بېثباته کولو او په باب المندب کې د بېړیو د تګراتګ پر ګډوډولو تورن کړي دي.
الجزیرې یکشنبه د اکتوبر پر ۴مه راپور ورکړی چې د سومالیا ولسمشر ویلي د سولهییز او یوموټي یمن غوښتونکی دی چې د خپلې راتلونکې لپاره هڅې وکړي، خو حوثیان د دغې موخې د ترسراوي نه دي.
بابالمندب په نړۍ کې د بېړیو د تګراتګ مهمه لار ګڼل کېږي چې سره بحیره له عدن خلیج او هند سمندر سره نښلوي.
په وروستیو کالو کې په سره سمندر کې پر بېړیو د حوثیانو بریدونو د بېړیو تګ راتګ اغېزمن کړی دی.





