په کندوز کې ځینې کروندګر وايي چې په دغه ولایت کې د تېر کال پرتله د غنمو حاصلات ډېر شوي؛ خو د طالبانو له خوا له جبري عشر او زکات ټولولو په تنګ راغلي. د هغوی په وینا، طالبان د عشر او ډېرو مالیاتو ټولولو سره سره کروندګرو ته هېڅ ډول اسانتیا نه برابروي او په وینا یې، له حاصلاتو یې په زور عشر اخلي.
د کندوز امام صاحب، چهاردرې او خان اباد ولسوالیو ځینې کروندګر وايي چې موسمي بارانونو یې کروندو ته ګټه کړې؛ خو په خبره یې، د طالبانو تر کنټرول لاندې کرنې ریاست ورسره هېڅ ډول همکاري او مرسته کړې نه ده. دا کروندګر زیاتوي چې په دغه ولایت کې د کرنې ریاست ترې هر کال په جبري ډول عشر او زکات ټولوي؛ خو هېڅ وخت یې ورته اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي کوډ او نورې کرنیزې اسانتیاوې برابرې کړې نه دي.
محمد قسیم په کندوز کې یو کروندګر دی. هغه وايي: «طالبان راځي عشر ټولوي؛ خو هېڅ مرسته نه کوي. که واسطه او شناخت نه وي، اصلاح شوي تخمونه نه راکوي. یوازې خپلو کسانو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي کوډ ورکوي.»
په کندوز کې ځینې کروندګر وايي چې کرنیز توکي له خصوصي شرکتونو په لوړه بیه کرایه کوي او د کیمیاوي کوډ بیه هم لوړه ده او ډېری کسان یې د پلور وس نه لري. دا کروندګر وايي چې د طالبانو له خوا عشر اخیستل، د غنمو ټيټه بیه او دروند کار لامله ښه ګټه نه کوي.
ګل محمد په چهاردرې ولسوالۍ کې کروندګر دی. نوموړی هم د طالبانو له خوا له جبري عشر ټولولو اندېښنه ښيي. هغه وايي: «سږکال د غنمو حاصلات ښه دي؛ خو که اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي کوډ راورسېږي، حاصلات له دې هم ډېرېږي. [طالبان] راځي یوازې عشر ټولوي او بېرته ځي.»
ورته مهال، په کندوز کې د کرنې او مالدارې ریاست طالب چارواکي وايي چې سږکال په دغه ولایت کې پر څه باندې ۶۰ زره هکتاره ځمکې غنم کرل شوي دي. د هغوی د ادعا په حواله، سږکال د تېرو کلونو پرتله د غنمو حاصلاتو کې له ۱۰ تر ۱۵ سلنې ډېروالی راغلی دی.
په کندوز کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کرنې او مالدارۍ ریاست په وار وار د کرنې معیاري کولو خبره کړې؛ داسې چې ډېری کروندګر بیا دا ادعا نه مني. هغوی وايي چې لا هم په دودیزه بڼه کښت کوي او حاصلات یې هم په هماغه معیار دي.
بل پلو، په کندوز کې کروندګر د خپلو حاصلاتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي هم اندېښمن دي. د هغوی په وینا، د کرنیزو حاصلاتو لکه غنمو، میوو او نورو توکو د راټولولو پرمهال بیې لوېږي او شرکتونه او سوداګر یې په ناڅېزه بیه اخلي او وروسته یې په لوړه بیه پلوري.
دا کروندګر د خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره د مناسب بازار غوښتنه کوي او وايي چې د بازار د نشتوالي لامله یې زحمتونه په اوبو لاهو کېږي او اقتصادي حالت یې هم وده نه کوي.





