د ننګرهار ځینې اوسېدونکي شکایت کوي، چې د لویو لارو په پلټنځایونو کې یو شمېر ولاړ طالبان په یوه او بل نوم خلک ځوروي، چې له امله یې په ساعتونو ساعتونو د خلکو سفرونه ځنډېږي.
هغوی ویلي، ځينې طالبان په پلټنځایونو کې په ښکاره د پخوانیو پوځیانو پوښتنه کوي او هغوی چې پخواني نظام کې یې دندې کړې وي، پرته له کوم دلیل او منطق یې له موټر ښکته کوي او نامعلوم لوري ته یې بیایي، چې بیا یې کورنۍ ته د مړي او ژوندي احوال هم نه رسېږي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی عبدالبصیر (مستعار نوم) چې د تېرې جمعې په ورځ هسکې مېنې ولسوالۍ ته د سیاحت لپاره تللی و، ٨صبح ورځپاڼې ته وویل: «طالبانو د تورخم – جلال اباد پر لویه لار د ثمرخېلو سیمه کې چې ګوندې نوموړی به پخوانی نظامي وي، له موټر ښکته کړی او تر دوو ساعتونو یې په بندخونه کې ساتلی او اجازه یې نه ورکوله، چې د ذهني ارامۍ لپاره په چکر لاړ شي.»
عبدالبصیر وایي، طالبانو سخت وهلی ډبولی او وروسته یې ترې عکسونه او د اوسېدو ادرسونه اخیستي او ګواښ یې ورته کړی، چې له رسنیو سره د دغو معلوماتو له شریکولو ډډه وکړي.
عبدالبصیر وایي: «د تېرې جمعې په ورځ مې غوښتل هسکې مېنې ته په چکر لاړ شم؛ خو طالبانو د تورخم په لاره ثمرخېلو ساحه کې له موټر ښکته کړم، کوټه کې یې واچولم او راته یې ویل، چې ته پخوانی نظامي یې او نه شې کولی، چکر ته لاړ شې، اول یې سخت ووهلم، د دې لپاره چې زه ورته ووایم، پخوانی نظامي یم؛ خو چې ومې نه ویل، بیا یې رانه عکسونه او د کور ادرس واخیست او راته یې وویل که چا ته دې کیسه وکړه، بیا دې په ټوپک له منځه وړو.»
نیوکې دا دي، چې په ځينو پلټنځایونو ولاړ کسان له اخلاقي او ټولنیز پلوه تر وروستي بریده کمزوري دي او د هېچا د عزت او احترام خیال نه ساتي او له هر چا سره د دلیل او منطق پرځای د ټوپک په زور خبرې کوي.
عبدالبصیر وایي، هغه کسان چې پلټنځایونو کې له طالبانو سره په دلایلو سوال ځواب وکړي، هغوی یې د وهلو او ټکولو تر څنګ د ناموس او عزت کنځلې هم کوي او اجازه نه ورکوي، چې خلک ورته د خبرو ځواب ورکړي.
عبدالبصیر دغه راز له هغه سره د طالبانو له لوري د شوي ناسم چلن په اړه وايي: «زه چې اول چېک پواینټ ته ورسېدم، طالبانو پوښتنې شروع کړې، یو طالب ویل ته نظامي یې، چېرته ځې بې عقله. ما ورته وویل، چې لږ په اخلاقو خبرې کوه، بیا یې راته د مور، خور، مېرمنې او نور د حیا او ناموس کنځلې وکړې او ما ته یې ګواښ وکړ که دې ځواب راکړ، د مرمیو باران درباندې کوم.»
عبدالبصیر وایي، طالبان د خلکو له سلیقوي لباس سره هم حساسیت لري او د خلکو پاک او په سلیقه برابر لباس غربي یادوي. نوموړی وايي، چې طالبانو ورته ګواښ کړی، چې د «امارتي اصولو» خلاف لباس له کارولو دې جدي ډډه وکړي.
عبدالبصیر زیاته کړه: «طالبانو راسره تر نیم ساعت پورې د جامو، واسکټ، څپلکو او نورو شیانو په سر لانجه کوله، چې د غربیانو لباس دې اغوستی، ویل یې که بل ځل دې دغسې لباس اغوستی و، ګیله به دې له ځانه وي.»
د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته له لومړي سره د خلکو اندېښنه دا وه، چې طالبان به لومړیتوبونو ته د رسېدنې پرځای له خلکو سره سلیقوي او عقدوي چلن کوي او د خلکو د ستونزو حل پرځای به ورته په دغه برخه کې ستونزې لا ډېروي.