۸صبح، کندهار: سیمهییزې سرچینې وایي، طالبانو په کندهار کې د حج له ونډې نږدې درېیمه برخه د خپلو اړوندو کسانو او د کورنیو غړو ته ځانګړې کړې ده.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۲۴مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې په کندهار کې د ۱۴۰۶ لمریز کال د حج ادا کولو لپاره زرګونو کسانو نوملیکنه کړې وه چې یوازې یې ۹۰۰ کسان د قرعهکشۍ له لارې غوره شوي دي.
د سرچینو په وینا، طالبانو له دغه شمېر ونډې په ځانګړې توګه د خپلې خوښې وړ کسانو لپاره ۲۶۳ موارد په پام کې نیولې دي.
سرچینې زیاتوي چې دغه ونډه د طالبانو ځانګړو کسانو، چارواکو د کورنیو غړو او نږدې کسانو ته ځانګړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې خپلو اړوندو کسانو ته ځانګړې ونډې په پام کې نیولې دي.






