۸صبح، کابل: په هلمند کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوه پخواني نظامي جسد له پنځو میاشتو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
سرچینو سهشنبه د تلې پر ۲۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پخوانی نظامي پنځه میاشتې مخکې د هلمند د لومړۍ حوزې په اړوند سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی و.
د سرچینو په خبره، وروسته طالبانو د دغه نظامي له نیولو انکار کړی و.
سرچینې زیاتوي چې دا نظامي الله داد بادیزی نومېده او د سیمهییزو پولیسو پخوانی قوماندان و.
د سرچینو په خبره، پرون په هلمند کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د الله داد بادیزی جسد خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي و چې د ۲۰۲۶ کال د اپریل له لومړۍ د جون تر پایه یې د نیولو او خپلسرو نیونو ۲۹ پېښې او له پخوانیو امنیتي ځواکونو او چارواکو سره د شکنجې او ناوړه چلند پنځه پېښې یې مستندې کړې دي.





