۸صبح، تخار: سیمهییزې سرچینې ادعا کوي چې د تخار په عامې روغتیا ریاست کې طالبان د پولیو واکسین په کمپاین کې ځينې خیالي کسان د رضاکارانو په توګه استخداموي او د هغوی پیسې په خپل منځ کې وېشي.
سرچینو پنجشنبه د وږي پر ۱۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې ټاکل شوې د تخار په ګډون په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي چې ورته موقت کارکوونکي لکه «کاردیناتور، سوپروایزر او رضاکار» استخدامېږي.
سرچینې ادعا کوي چې د تخار په عامې روغتیا ریاست کې د کتلوي معافیت مسوول د دغه ریاست د رییس په همکارۍ په هر پړاو کمپاین کې خیالي رضاکاران په نوملړ کې شاملوي او پیسې یې په خپل منځ کې وېشي.
سرچینې زیاتوي ځینې تجربه لرونکي کارکوونکي چې د پولیو په پروګرام کې یې له ۱۰ تر ۱۵ کالو کار کړی، څنګ ته کېږي او هغه کسان یې پر ځای ګومارل کېږي چې چمتو دي د استخدام لپاره پیسې ورکړي.
سرچینې ادعا کوي چې څه باندې ۱۰ مسلکي کارکوونکي د پیسو د نه ورکړې له کبله له دندو لرې شوې دي.
سرچینې وايي چې خیالي کارکوونکي ښايي د پولیو واکسین کمپاین له ستونزو سره مخ کړي په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې په افغانستان کې د پولیو پېښې زیاتې شوې دي.





