۸صبح، پکتیا: سیمهییزې سرچینې وایي چې پاکستاني طالبان د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو له اوسېدونکو د جهاد په نوم پیسې ټولوي څو خپلو جنګیالیو ته تنخوا ورکړي.
سرچینو سهشنبه د تلې پر ۱۷مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې پاکستاني طالبانو په دې ولایتونو کې د نغدو پیسو او «زکات» ټولولو لپاره خپل کسان ګمارلي دي.
دسرچينو د معلوماتو لهمخې، ټيټيپي جنګيالو هټیوال او سوداګر «زکات» ورکولو ته اړ کړي دي.
سرچينې ویلي چې د حافظ ګل بهادر ډله په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې ډېره فعاله ده او همدغه ډله د پيسو او زکات ټولولو مسووليت هم دوی په غاړه لري.
د دې سرچینو په وینا، ټيټيپي دغه کار په پټه او له افغان طالبانو سره په همغږۍ ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل په افغانستان کې د ټيټيپي حضور نه مني.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په یوه راپور کې ټینګار کړی و چې ټيټيپي په افغانستان کې د یوې سترې ډلې په توګه فعاله ده او د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد عملیات ترسره کوي.





