۸صبح، کابل: په کابل کې سرچینې وايي چې د مخکيني حکومت امنیه قوماندا جنرال الله داد فدایي د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.
سرچینو پنجشنبه د لړم پر ۷مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو فدایي د روانې اوونۍ په لومړيو کې په کابل کې له خپل کوره نیولی دی.
د سرچینو په وینا، فدایي په مخکيني حکومت کې د میدان وردګو، لغمان، نیمروز او بغلان ولایتونو د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه.
سرچینې زیاتوي چې نوموړی د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و او شاوخوا یو کال مخکې بېرته افغانستان ته راستون شوی و.
د سرچینو په وینا، تر اوسه د دغه پخواني پوځي د برخلیک او د ساتنې د ځای په اړه معلومات نشته.
په تېرو پنځو کلونو کې له بېلابېلو ولایتونو داسې راپورونه خپاره شوي چې طالبان د مخکيني حکومت لسګونه امنیتي سرتېري نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د مخکيني حکومت چارواکي او پخواني نظاميان افغانستان ته تر راستنېدو وروسته هم د بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخ دي.
دغه خطر د طالبانو د مشر له خوا په ۲۰۲۱ کال کې د عمومي بښنې له اعلان سره سره لا هم دوام لري.





