۸صبح، ننګرهار: سرچینې وايي چې طالبان د ننګرهار په انګور باغ سیمه کې د خلکو پر کورونو ورغلي او له اوسېدونکو یې غوښتي چې خپل کورونه تخلیه کړي.
سرچینو یکشنبه د تلې پر ۱۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا چاره د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رییس شهابالدین دلاور اړوندو کسانو ته د سپارلو په موخه کېږي.
د سرچینو په خبره، د سیمې اوسېدونکو د دغې چارې په غبرګون کې احتجاج کړی او د عدالت غوښتنه یې کړې؛ خو طالبانو احتجاج ځپلی دی.
پرون د سیمې ځينو اوسېدونکو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې د قانوني اسنادو، شرعي قبالو له لرلو او په سیمه کې نږدې څلور لسیزې ژوند وروسته ورته ویل شوي چې خپل کورونه تخلیه کړي.
د سیمې د اوسېدونکو په خبره، د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند په انګور باغ سیمه کې لږ تر لږه ۴۰ کورونه تخلیه شوي دي.





