۸صبح، کابل: د کابل ښار په امید سبز ښارګوټي کې ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو وسلهوالو جنګیالیو په دې سیمه کې د یوه کور شتمني لوټلې ده.
سرچینو سهشنبه د تلې پر ۲۱مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړې، ځينو وسلهوالو چې ځانونه یې د طالبانو د عدلیې وزارت د ارزونې پلاوي غړي معرفي کړي و، د دغه ښارګوټي د څلورم فاز په یوه استوګنیز کور کې شتمني لوټ کړې ده.
د سرچینو په وینا، د طالبانو پنځه جنګیالي دغه کور ته ننوتي، د کورنۍ غړي یې په یوه خونه کې بندیان کړي او وروسته یې د هغوۍ ټول قیمتي توکي او نوره شتمنۍ لوټلې ده.
سرچینې زیاتوي چې په دغه ښارګوټي کې د طالبانو خپلسري لوړې کچې ته رسېدلې او د خلکو شکایتونو او غږ ته هېڅ بنسټ پاملرنه نه کوي.
د سرچینو په خبره، په امید سبز ښارګوټي کې د طالبانو له خوا د کورونو د ارزونې د بهیر له پیل راهیسې، د سیمې اوسېدونکي پرلپسې د طالبانو له ناوړه چلند سره مخ دي.
هغوی وايي، طالبانو تر اوسه لسګونه کورنۍ په زور اړې کړې چې کورونه خالي کړي او د دې ډلې جنګیالي د خلکو په کورونو کې مېشت شوي دي.
د هغو اسنادو پر بنسټ چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلي، د طالبانو د مشر دفتر د دغې ډلې له سترې محکمې غوښتي چې د امید سبز ښارګوټي ټول اسناد د بیا ارزونې لپاره کندهار ته ولېږي.
خو د سرچینو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت د دې غوښتنې خلاف، د خلکو د کورونو د ارزونې او تخلیې بهیر چټک کړی دی.





