۸صبح، کندهار: په کندهار کې سرچینې وايي، د طالبانو ښاروالۍ د دې ښار په څلورمه ناحیه کې د «منډوي» او «کباړي» په نومونو دوه لوی سوداګریز مرکزونه نړوي.
سرچینو دوشنبه د لړم پر ۴مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو ښاروالۍ څو ورځې وړاندې هټيوالو ته خبر ورکړی چې د ښاروالۍ او د ولایت مقام ودانیو ته څېرمه خپل دوکانونه تخلیه کړي.
د سرچینو په وینا، دغه دوه سوداګریز مرکزونه د ښاروالۍ پر اړوند ځمکه جوړ شوي او شاوخوا دوه زره دوکانونه پکې دي.
په دغو مرکزونو کې د ټوکرانو، پردو، سبزیجاتو، مېوو، خوراکي توکو، عطاریو، پرزهجاتو او نورو توکو د پلورلو دوکانونه فعالیت کوي.
سرچینې وايي چې په دغو مرکزونو کې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.
په همدې حال کې، په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ هم د دغو سوداګریزو مرکزونو د نړولو پلان تایید کړی دی.
د دې ادارې مسوولان وايي، ټاکل شوې چې د دغو مرکزونو پر ځای د نوي او عصري جوړښت لرونکي دوه لوی سوداګریز کمپلیکسونه جوړ شي.
خو د ښاروالۍ مسوولانو تر اوسه د دوکاندارانو لپاره د بدیل ځای برابرولو یا د دغو مرکزونو د نړولو له امله د احتمالي زیانونو د جبران په اړه څه نه دي ویلي.





