۸صبح، بدخشان: سیمهییزې سرچینې وايي چې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د طالبانو د یوه غړي په ډزو کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
سرچینو پنجشنبه د لړم پر ۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه درې شپې مخکې د دغې ولسوالۍ په «غوزک دره» کلي شوې ده.
د سرچینو په خبره، بریدګر د طالبانو غړی و او له پېښې وروسته نیول شوی دی.
سرچینو د شخړې د انګیزې او د ټپيانو د وضعیت په اړه نور جزییات ورنه کړل.





