• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

سوېلي اسیا د ګړنګ پر غاړه؛ د نوې راڅرګندېدونکې لویې لوبې په درشل کې د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا زیاتوالی

رحمت‌الله نبیل رحمت‌الله نبیل
۲۳ غويی/ثور ۱۴۰۴ - ۱۳ مې ۲۰۲۵ [t_time:1747151647]

سریزه: سوېلي اسیا د نړیوالو زبرځواکونو د سیالۍ او اوږدمهاله کړکېچونو د بیا راژوندي کېدا په ګرداو کې

سوېلي اسیا چې د لرغونو تمدنونو زانګو ده، سربېره پر دې چې نن د ژورو رېښو لرونکو تاریخي دوښمنیو له میراث سره لاس او ګریوان ده، د نړیوالو زبرځواکونو ترمنځ د سیالۍ پر خورا خوځېدونکې او له کړکېچه ډک ډګر باندې هم اوښتې ده. داسې یوه سیمه چې له اوږدې مودې راهیسې په ځانګړې توګه د دوو اټومي ځواکونو هند او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو، ژورو مذهبي ترینګلتیاوو او ستراتيژيکو بې باوریو په نوم پېژندل کېږي، اوس د متحدو ایالتونو، چین او نورو سیمه‌ییزو لوبغاړو ترمنځ د جیوپولیتیک او جیوستراتیژیک له مخ پر زیاتېدونکو سیالیو او بدلون څخه اغېزمنه او مخامخ ده.

د هند او پاکستان ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا چې د پولې دواړو غاړو ته د بې پيلوټه الوتکو بریدونه او له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د سرغړونو له متقابلو تورونو سره مله وه، کومه جلا پېښه نه ده، بلکې دا پر نړیوالو کړکېچونو د سوېلي اسیا د بدلولو انعکاس دی چې پکې سیمه‌ييزې دوښمنۍ د لویو سیالیو لپاره کتلست جوړېږي او سیمه‌ییز بحرانونه کمسارې کچې ته رسوي. د دې مقالې د لیکلو پر مهال د امریکا په منځګړیتوب د هند او پاکستان ترمنځ اوربند شوی او ټاکلې ده راتلونکې اوونۍ رسمي مذاکرات پیل شي. که څه هم د دغه اوربند راتلونکی ډاډمن نه دی، خو دا پرمختګ کولای شي د پوځي شخړو د لړۍ د مخنیوي او دیپلوماسۍ لپاره یوه پرانېسته وي.

چین د خپل سیمه‌يیز نفوذ د ساتلو او پراخولو لپاره له پاکستان سره د خپلې ستراتيژيکې ملګرتیا ژورولو ته مخه کړې او هممهاله هڅه کوي چې د اقتصادي او امنیتي توازن ځواک په توګه د هند مخ پر ودی دریځ کمرزوی کړي. په مقابل کې یې امریکا په هند – ارام سمندر کې د مخ پر ودې دیموکراسۍ په توګه پر هند اتکا کوي او له نوې ډیلي سره یې د ملګرتیا پالیسۍ رنګینه کړې ده. په دې منځ کې ایران، اسرائیل، سعودي عربستان او ان د افغانستان طالبان که څه هم حاشوي ونډه لري، په دې حساسې معادلې کې یې کړنې جیوپولیتیکي ارزښت لري. په دې مقاله کې هڅه کېږي چې وښيي څنګه د هند او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله شخړه نور یوازې یوه سرحدي او قومي شخړه نه ده، بلکې د نړیوال قدرت د مبارزې پر یو اصلي محور اوښتې ده. په دې برخه کې د نیابتي ډلو ونډه، لویې زېربنايي پروژې، د نشه‌يي توکو قاچاق او اټومي ګواښونه ټول په یو پيچلي او رقابتي جوړښت کې تړلي چې نه یوازې د سوېلي اسیا راتلونکی بلکې د نړیوال نظم جوړښت به هم اغېزمن کړي.

هند او پاکستان؛ د تاریخي دوښمنۍ میراث او د ستراتیژيکو جوړښتونو معماري

د هند او پاکستان ترمنځ ژوره او تاریخي سیالي په معاصر نړیوال نظم کې دوامداره او ګواښوونکې شخړه ګڼل کېږي. په ۱۹۴۷ کال کې د دواړو هېوادونو له خونړي جلاکېدو راهیسې یې درې هر اړخیزې جګړې او لسګونه سرحدي نښتې په ځانګړې توګه د کشمیر پر لانجمنې سیمې کړې دي. د ۱۹۷۱ کال جګړه چې له کبله یې پاکستان له درنې او سپکوونکې ماتې سره مخ او د بنګله‌دېش دولت د جوړېدو لامل شو، نه یوازې یې د دغه هېواد ملي غرور ته درنه څپېړه ورکړه، بلکې د دې اړتیا پېښه شوه چې پر خپل پوځي او امنیتي نظریې بنسټيزه بیاکتنه وکړي، داسې بیا کتنه چې درې اصلي محوره رانغاړي: د اټومي پروګرام پراختیا، د پوځي وړتیاوو پراخول او د ایډيالوژيکي او مذهبي انګیزو پر بنسټ د نیابتي ډلو کارول. د دغو درې ګونو ستراتېژیو له پلي کولو سره هممهاله، پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ او پاکستان د سړې جګړې د کړکېچونو پر مرکز واوښت چې له کبله یې دا هېواد د مسکو پر وړاندې د امریکا او چین په ستراتيژیک متحد بدل شو. دې ستراتیژیکې چارې اسلام‌اباد ته دا امکان ورکړ چې په بهرني ملاتړ د خپلې امنیتي پالیسې درې محوره پرمخ بوځي او هغه څه ترلاسه کړي چې له دې وړاندې ورته ناشونې ښکارېدل.

په دې جوړښت کې د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) په فعاله او سمبال شوې بڼه د وسله‌والو ترهګرو ډلو لکه لشکر طیبه، جیش محمد، حرکت المجاهدین او د هند شبه قارې القاعدې څانګې په ګډون د لسګونو نورو اورپکو سازمانونو ملاتړ کړی دی. دا ډلې دنده لري چې په کشمیر کې د هند کنټرول وننګوي، د هند په کورني جوړښت کې ژوره بې ثباتي رامنځته او په سیمه‌ییزه کچه د ګواښ یو ډول توازن را ولاړل کړي. د دغو ډلو ډېری یې د اسلامي تاریخي کیسو او افسانو له لارې او د سلطان محمود غزنوي، شهاب الدین غوري او احمدشاه ابدالي په څېر څېرو په حواله کولو سره په شبه قاره کې د «هند غزوې» په قالب کې خپل تاوتریخوالي توجیه او دوام ورکوي. دا سیمبول ان د پاکستان په تسلیحاتي جوړښت کې هم ځای موندلی، داسې چې خپل اوږد واټن ویشتونکي توغندي یې د دغو څېرو په نومونو نومولي، هغه څه چې د مذهبي ایډیالوژۍ او دفاعي ستراتیژۍ ترمنځ پر اړیکې د ټينګار ښکارندوي کوي. سربېره پر دې چې دا ډول کړنلاره او چلند نه یوازې د سیمې سولې او ثبات ته مخامخ ګواښ دی، بلکې ګڼې کورنۍ موخې هم څاري: د دیني/ملي ګفتمان لپاره د عمومي افکارو یوځای کول، د واکمن جوړښت سیاسي/پوځي مشروعیت تثبیت او د هند او په سیمه کې د فعالو لویدیځو زبرځواکونو پر وړاندې د چنې وهلو ځواک پیاوړتیا. په ټوله کې په پاکستان کې د بنسټپالنې پدیده نه یوازې د امنیت لپاره ده بلکې دا د دغه هېواد د جیوپولیتیک نظریې یوه برخه ګڼل کېږي.

وروستي پرمختګونه په ځانګړې توګه اوربند او د مخامخو خبرو اترو د پیل لپاره پلان کېدای شي د دې اوږدمهالې ګډې وډۍ سیالۍ په بهیر کې یوه لنډه خو مهمه شېبه وي. پخوانیو تجربو ښودلې چې له څارنې او اجرايي میکانیزم پرته دا ډول تړونونه تر ډېره د دوامداره حل پر ځای د لنډمهال لپاره د دوښمنۍ درېدو لامل کېږي، په ځانګړې توګه د کشمیر په تړاو.

له سیمه‌ییز لوبغاړي څخه د اسیايي معمارۍ پر ستراتيژيکې ستنې د هند پورته کېدل

د چین او امریکا ترمنځ لګښت لرونکې سوداګریزه جګړه چې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوه او په ۲۰۲۵ کال کې د ټرمپ له خوا د درنو تعرفو په لګولو اوج ته رسېدلې، د نړیوال اکمالاتي زنځيرونو لپاره مهم پړاو و. په دغه بدلېدونکي چاپېریال کې هند ځان د بدیل په توګه په نړیوال اقتصاد کې خپل دریځ د یوې باثباته دیموکراسۍ، ځوان کاري ځواک، ټيټ تولیدي لګښت او لوی مصرف کوونکي بازار باندې پر اتکا پورته کړی دی. لویو څو ملیتي شرکتونو لکه اپل، تېسلا، ګوګل، امازون، سامسونګ او میکرون خپل تولیدات ګجرات، ماهاراشترا او تامیل نادو ته لېږدولي دي. هندي حکومت «په هند کې جوړېدونکي» نوښت سره د مالیاتي هڅونې، اداري قوانینو ساده کولو او په لوژیستکي زېربناوو کې د پانګونې له لارې هڅه کړې چې هند پر نوي تولیدي او پانګونې مرکز بدل کړي. دا یوازې اقتصادي پرمختګ نه دی، بلکې ژور جیوپولیتیک اړخونه هم لري. نن هند د هند – پاسیفیک په سیمه کې د ټيکاو پر یوې ستنې اوښتی او د امریکا، جاپان او استرالیا سره د څلور اړخیز تړون (QUAD) او د COMCASA په څېر هوکړو له لارې یې له واشنګټن سره د معلوماتو او پرمختللو تیکنالوژیو تبادله ممکنه کړې ده.

له QUAD وراخوا، د سایبري امنیت په برخه کې له اسرائیلو سره د هند همکاري، له فرانسې او جرمني سره په پرمختللي صنعت کې او د خلیج همکاریو شورا له هېوادونو سره د انرژۍ او پانګونې په برخه کې د همکارۍ له لارې دا هېواد په نړیوال سیسټم کې پر څو قطبیز او انعطاف مننونکې لوبغاړي اوښتی دی. جي‌۲۰ او برېکس په څېر نړیوالو فورمونو کې د هند قوي حضور، دا هېواد د سوېلي نړۍ پر اصلي غږ اړولی دی. طبقاتي وېش، مذهبي ترینګلتیاوې او په مرکزي کچه د واک تمرکز د دغه لوري د پاېښت پر وړاندې بالقوه ګواښونه ګڼل کېږي. د دغو لاملونو په مدیریت کې ناغېړي کولای شي د هند د ودې مخه ونیسي او د نړیوال رول لوبولو لپاره یې تاریخي فرصت کم کړي.

د چین – پاکستان محور، د هند کابو کولو لپاره جیوپولییتکي ملګرتیا

په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د هند مخ په زیاتېدونکي ستراتيژيک پرمختګ سره چین هڅه کړې چې له پاکستان سره د ستراتېژيکي ملګرتیا په پیاوړي کولو سره خپل پام وړ جیوپولیتیک توازن وساتي. له ایډیالوژیکي توپیرونو سربېره دغو دوو هېوادونو د زېربناوو، معلوماتو او امنیت په برخو کې څو اړخیزه او همغږه ملګرتیا جوړه کړې ده. د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) چې د بیجېنګ یو کمربند او یوې لارې (BRI) مهمه پروژه ده، تر دې دمه یې د سړکونو، ریل پټلیو، برېښنا فابریکو او ستراتيژيک ګوادر بندر کې څه باندې ۶۰ میلیارده ډالر پانګونه جلب کړې ده(Small, ۲۰۲۰). د چین لپاره دا بندر نه یوازې د هند سمندر ګرمو اوبو ته د رسېدا لویه لار ده، بلکې ګواښمنه او تر څار لاندې مالاکا تنګی هم کچ کوي؛ داسې یوه ستراتیژیکه لار چې د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا کنټرولېږي. خو دا همکاري یوازې تر اقتصادي چارو محدوده نه ده. چین او پاکستان په امنیتي برخه کې هم ژورې اړیکې لري. د کشمیر، پنجاب او بلوچستان په حساسو سیمو کې وسله‌وال او اورپکې ډ‌لې چې تر ډېره د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) له نارسمي ملاتړه برخمنې دي او په اړه یې بېجینګ ډېری مهال چوپه خوله وي؛ په ځانګړې توګه کله یې چې کړنې په نړیواله کچه د هند د دریځ کمزوري کولو لپاره وي. د دې همغږۍ اصلي موخه په هند کې د ناامنۍ کچې رامنځته کول دي څو وکړای شي د بهرنیو پانګوالو باور کمزوری او د دغه هېواد اقتصادي وده پڅه کړي. په داسې یو پړاو کې چې هند د نوې ټيکنالوژۍ د تولید پر اصلي مرکز بدلېدونکی دی، له بمي بریدونو او کورنۍ ناکراریو نیولې تر سرحدي شخړو پورې هر ډول بې ثباتي کولای شي د پانګونې وېره، د پانګې وتلو، د پروژو بندېدو او سوداګریزو اړیکو د ځنډېدو لامل شي. په داسې یو درې اړخیز پيچلي جوړښت کې چین د تمویل لویه ستراتيژي په واک کې لري، پاکستان تکتیکي دنده پرمخ وړي او هند د معادلې ستراتيژيک لګښتونه مني. دا هماغه نامخامخ کابو کول دي، داسې یوه ستراتيژي چې د رسمي دیپلوماسۍ تر نقاب لاندې په غور او خاموشۍ پرمخ وړل کېږي.

طالبان، د کوکنارو پر کښت بندیز او د چین پټ لاس

په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز د طالبانو د غایب مشر هبت‌الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال فرمان په ظاهر کې مذهبي اړخ لري. خو د دین په نوم د دغه فرمان ترشا جیوپولیتکه او هوښیارانه محاسبه پرته ده چې د ګڼو سرچینو په وینا، د چین له ستراتيژیکو ګټو سره په همغږۍ او د حاجي بشر نورزي د مرستیال حاجي جمعه خان نورزي په مخامخ منځګړیتوب د مالي مرستې په بدل کې او د ملا هبت‌الله د واک پیاوړتیا په موخه پلان شوی و. د نوموړي فرمان له صادرېدو وړاندې افغانستان د اروپايي او نړیوال بازار اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه هیرویین تولیدول (UNODC, ۲۰۲۲). د کوکنارو په تولید کې ناڅاپي کمښت د نشه‌يي توکو په نړیواله سوداګرۍ کې لویه تشه رامنځته کړه، داسې یوه تشه چې په چټکۍ د فنتانیل په څېر د خورا روږدي کوونکي مصنوعي افیوني موادو باندې ډکه شوه. له دغو پرمختګونو سره هممهاله د نشه‌يي توکو بدنام قاچاقجبر او طالبانو ته نږدې حاجي بشر نورزی له کلونو بند وروسته د امریکا له زندانه ازاد او کابل ته راغی.

بېلابېل راپورونه ښيي چې نورزي له راستنېدو وروسته د جګپوړو طالب چارواکو او چینايي شرکتونو ترمنځ د اقتصادي خبرو اترو د اسانتیا په ځانګړې توګه د کانونو او زېربناوو د پراختیا په برخو کې نارسمي ونډه لرلې ده. مرستیال یې جمعه‌خان نورزي هم په کندهار کې د واکمنۍ کړۍ او له چین څخه د مالي جریانونو په همغږۍ کې مهم رول لوبولی دی؛ ظاهراً د کوکنارو د کښت د بندیز فرمان د سخت پلي کولو په بدل کې. که څه هم ښايي طالبان دا فرمان اخلاقي/مذهبي بریا یا د خپل نړیوال دریځ لوړولو لپاره یوه وسیله وګڼي، خو په عمل کې دا ګام د بیجینګ د ستراتیژيکو ګټو لپاره و. له بازار څخه د افغانستان د هیرویینو له لرې کولو سره نړیواله تقاضا فینتانیل او مشتقاتو یې واوښته؛ هغه مواد چې مخکېني کیمیاوي توکي یې په چین کې تولېدېږي او د مکسیکو له لارې یې وروستی تولید امریکا ته صادرېږي. په دې سره طالبان په اګاهانه یا نااګاهانه توګه د نشه‌يي توکو د پېچلې نړیوالې کړۍ پر یوې برخې اوښتي دي. د چین نارکوپولیتیکي محاسبو ته یې په غاړه اېښودو سره افغانستان په زیاتېدونکې توګه د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ د پټې، څو اړخیزې او خطرناکې سیالۍ کې ښکېل کړی دی.

فنتانیل، وژونکي مصنوعي درمل، د نړیوالو زبرځواکونو د لوبو په سلاکوټ کې یوه خاموشه وسله

فنتانیل، ډېر روږدي کوونکي مصنوعي اپیون چې د چین او امریکا ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکې جیوپولیتیک سیالۍ په ډګر کې د نامخامخې وسیلې په توګه راڅرګند شوي دي. دا ماده چې ځواک یې د هیرویینو پرتله ۱۰۰ وارې ډېر اټکل شوی، په امریکا کې د نشه‌يي توکو د ډېرې کارونې لامله د مړینې مخکښ لامل ګرځېدلې ده. د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو (CDC، ۲۰۲۳) له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په امریکا د نشه‌يي توکو د ډېرې کارونې لامله د ټولو مړینو ۷۰ سلنه یې فنتانیل پورې اړوند ښودل شوې دي. په افغانستان کې د هیرویینو له پام وړ کمښت سره سم د نشه‌يي توکو نړیوال بازار له لویې تشې سره مخامخ شوی چې په چټکۍ د فنتانیل او مشتقاتو سره یې ډک شوی دی. سره له دې چې چین په ۲۰۱۹ کال کې په رسمي توګه د فنتانیل تولید منع کړی، دغه هېواد مکسیکو او نورو هېوادونو ته د دې مادې د تولید موادو صادرولو ته دوام ورکړی دی. په مکسیکو کې د نشه‌يي توکو قوي کاروباریان دا مخکېني مواد په پټو لابراتوارونو کې په فنتانیل بدلوي او وروسته یې امریکا ته قاچاقوي.

په دې منځ کې د چین ونډه یوازې د کیمیاوي خامو موادو تر رسولو محدوده نه ده. ډېری شنوونکي باوري دي چې چین د فنتانیل له بحران څخه په څو اړخیزې او محاسبې شوې بڼې کار اخلي: لومړی، د ګټې د یوې نارسمي خو مهمې سرچینې په توګه؛ دویم، د استراتیژيک سیال امریکا پر وړاندې چې ټولنیز او رواني جوړښت یې کمزوری کړي، د یوې وسیلې په توګه یې کارونه. دا «بې وسلې جګړه» چې مخامخ د امریکا دننه په نښه کوي، نه د پوځي جګړې له لارې بلکې د یوې وژونکې مادې له لارې چې په کلني ډول د لسګونو زرو امریکایانو ژوند اخلي. ځينې څارونکي دې چارې ته د ۱۹مې پېړۍ د «تریاک جګړې» په سترګه ګوري، هغه مهال بریتانیا د تریاکو په صادرولو سره د چین ټولنیز جوړښت کمزوری کړ. نن چین فنتانیل په پټه او پېچلې بڼه د خپل سیال پر وړاندې کاروي: لومړی، د ګټې یوې نارسمي سرچینې او دویم، د خپل ستراتیژیک سیال ټولنیز او رواني جوړښت کمزوري کولو په موخه. د فنتانیل بحران له ستراتيژيک اړخه دومره ارزښت موندلی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو څو عمومي ویناوو او یو اجرايي فرمان کې پر چین تور ولګاوه چې «د امریکا سړکونو ته مرګ» استوي. نوموړي په ۲۰۲۵ کال د ۱۴۱۹۵ فرمان له لارې بېړنۍ وضعیت اعلان کړ او د دغه ګام لامل یې د فنتانیل د تولید په موادو کې د چینايي شرکتونو رول وباله او پر چینايي توکو یې ۱۴۵ سلنه تعرفه ولګوله (سپینه ماڼۍ، ۲۰۲۵). دغه راز نوموړي د نشه‌يي توکو له لویو قاچاقبرو سره د مبارزې لپاره د امریکا د پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کولو وړاندیز وکړ چې د مکسیکو حکومت له سملاسي مخالفت سره مخ شو. دا پرېکنده ګامونه ښيي چې د فنتانیل بحران نور یوازې یوه روغتیايي او جنايي مسله نه ده، بلکې پر یوې بشپړې هر اړخیزې ژیوپولیتیکي پدیدې اوښتې چې د یوویشتمې پېړۍ د ستراتیژيک تحلیل مرکزي پاملرنې ته اړتیا لري.

د چابهار – ګوادر سیالي: په سویلي اسیا کې پر مهمو ترانزیتي شریانونو خاموشه جګړه

د سیمه‌ییزو او نړیوالو زبرځواکونو ترمنځ د پراخې جیوپولیتیکو سیاليو په درشل کې د سویلي اسیا پر ستراتیژیکو بندورونو د نفوذ لپاره پټه خو ګواښمنه او نازکه جګړه روانه ده. اوسمهال دوه مهم بندرونه په ایران کې چابهار او په پاکستان ګوادر په سیمه کې د سوداګرۍ او ترانزیت لارو د بیا بدلون لپاره پر اصلي مرکزونو اوښتي دي. ګوادر بندر چې په CPEC نوښت سره د چین په لویې پانګونې جوړ شوی، د بیجینګ د لویې ستراتیژۍ لپاره خورا ارزښت لري. دا بندر چین ته د هند سمندر پرانېستو اوبو ته مخامخ لاسرسی برابروي پرته له دې له مالاکا ستراتيژيک او سخت څار لاندې تنګي څخه تېر شي او دا له سرچینو څخه بډایه منځنۍ اسیا، پاکستان او د منځني ختیځ د ودې بازارونو ترمنځ د یوه حیاتي اتصال په توګه کار کوي. بل پلو، چابهار بندر چې د هند په همکارۍ یې وده موندلې، هند ته د افغانستان او مرکزي اسیا په وچه کې راګیر هېوادونو او ان اروپايي بازارونو ته د پاکستان خاورې ته له اړتیا پرته حیاتي او بې خنډه لاسرسی برابروي. دا بندر د هند «بدیلې لارې ستراتیژۍ» سیمبول دی او د چین یو کمربند او یوې لارې نوښت د پراخې ځان غوښتنې پر وړاندې د تعادل په توګه کار کوي.

وخت ناوخت د ایران او پاکستان ترمنځ په بېلابېلو سیمو کې د یو بل پر وړاندې د توغندیزو بریدونو په ګډون سرحدي تاوتریخوالی د ګڼو شنوونکو په اند یوازې سیمه‌ییزو قومي یا امنیتي شخړو په توګه نه تفسیرېږي، بلکې دا پر مهمو بندرونو د واکمنېدو او سیمه‌ییزو ترانزیتي لارو د نفوذ سیالیو ژوره نښه ګڼل کېږي. چین نه غواړي او لېواله نه دی چې چابهار بندر د ستراتيژيک ګوادر بندر لپاره د بدیل په توګه راڅرګند شي. په بدل کې هند په دوامداره توګه له ایران سره خپلې اړیکې ژوروي څو چابهار بندر د لویدیځ پر لور د خپل اقتصادي نفوذ د پلي کولو لپاره تثبیت کړي. په اصل کې د ګوادر – چابهار ستراتيژيک بندون پراخه جیواکونومیک سیالي بربنډوي، چېري چې لویې زېربنايي پروژې د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره یوازینۍ وسیلې نه دي، بلکې په سیمه‌ييزه کچه د ځواک او نفوذ د کارولو وسیلو په توګه کارېږي. اوسمهال بندرونه، سړکونه او ریل پټلۍ د واکمنۍ او سترایيژيکۍ سیالۍ ژبه ګرځېدلې ده.

د نړیوال توازن بدلون؛ د هند چټک پرمختګ او د پاکستان مخ پر زیاتېدونکې انزوا

په داسې حال کې چې هند په چټکۍ سره په نړیواله کچه د یوه مخ پر ودې اقتصادي، تیکنالوژیکي او جیوپولیتکي ځواک په توګه راڅرګندېږي، پاکستان په سیمه‌ییزو او نړیوالو معادلو کې په زیاتېدونکې بڼه څنډې ته شوی دی. دا بېلې او متضادې لارې د سوېلي اسیا په حساسه سیمه کې د ځواک بدلېدونکي ځواک یو روښانه، څرګند او ګواښوونکی انځور وړاندې کوي. هند د خپل مخ پر ودې اقتصادي ځواک سربېره په نړیواله کچه هم خپل پام وړ ځای ځایګی پورته کړی دی. دغه هېواد له نړیوالو لویو لوبغاړو سره څو اړخیزه ستراتيژیکه ملګرتیا جوړه کړې: له امریکا سره نږدې امنیتي همکاري، له اسرائیلو سره پرمختللې ټيکنالوژیکه همکاري او له سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو سره د اقتصادي او انرژۍ پانګونۍ پراختیا. ان د فرانسې او جرمني په څېر لویدیځ هېوادونه هم له نوې ډیلي سره د دفاعي او ډیجتیلي اړیکو د ژورولو په لټه دي.

له سویل څخه د نړیوال غږ په توګه د هند ونډه په مهمو نړیوالو فورمونو لکه جي۲۰ او BRICS کې هم په زیاتېدونکې توګه پام خپل کړی دی. په نړیوال ډګر کې د لویو نړیوالو غونډو کوربتوب هم د یو خپلواک او باوري جیوپولیتکي لوبغاړي په توګه د دغه هېواد دریځ پیاوړی کړی دی. په مقابل کې پاکستان له ګڼو ژورو جوړښتي ننګونو سره لاس او ګریوان دی: د سیاسي مشروعیت بحران، د بهرنیو پورونو زیاتېدنه، پراخ انفلاسیون، قومي او فرقه‌يي ناکرارۍ او د واک پر جوړښت د پوځي – استخبارتي بنسټونو واکمني. په ټولییز ډول دغو عواملو پاکستان له خطرناک مخ پر ښکته پوړ کې راګیر کړی دی. اسلام اباد په نړیواله کچه د بهرنیو مرستو له پراخ کمښت سره مخامخ دی. د پیسو نړیوال صندوق پر دغه هېواد د پور ورکولو شرایط سخت کړي چې له کبله یې دودیز ملګري لکه سعودي عربستان او متحد عربي امارات خپلې پانګونې په پراخه کچه هند ته لېږدوي. ان چین سره له دې چې د ستراتيژيک ملګري په توګه خپل دریځ ساتي، خو په هغو پروژو کې له پانګونې سره دوه زړی ښکاري چې ناڅرګندنې ګټې لري او د ګواښ کچه یې پورته ده.

په ټوله کې سره له دې چې هند په دوامداره توګه راڅرګندېدونکي اسیايي نظم کې خپل دریځ پیاوړی کوي، پاکستان په ډېرېدونکې بڼه د لویو جیوپولیتیکي لوبو څنډې ته لوېدلی دی. دا بنسټيز بدلون نه یوازې د هند له مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي ځواک څخه رامنځته شوی، بلکې د لویو زبرځواکونو له مخ پر زیاتېدونکې سیالۍ په منځ کې د یاد هېواد له ستراتيژيک موقعیت څخه هم سرچینه اخلي.

افغانستان، د سیمه‌ییزو سیالیو په زړه کې ستراتیژيکه چوپتیا

سره له دې چې امریکا د طالبانو په منځ کې له ځينو کړیو سره خپلې اړیکې ساتلې او موخه یې په پاکستان او چین باندې د بشپړ انحصار څخه لرې والی دی او په ظاهري بڼه بې پرېتوب، د محدودو معلوماتو شریکول، د پیغامونو تبادله او پټ اقتصادي وړاندیزونه د ژورې او پټې ښکېلتیا ښکارندوي کوي. واشنګټن د فشار راوړلو له لارې هڅه کوي چې افغانستان د سیمه‌ییزو ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي ځای بدل نه شي او دغه راز په دغه هېواد کې د چین مخ پر ودې نفوذ مخنیوی وکړي. سره له دې چې افغانستان له عملي اړخه د جګړې ډګر نه دی، د پټو سیالیو، اقتصادي تدارکاتو او ستراتیژيکو مانورونو پر ډګر اوښتی دی. دا هېواد د «هدفمندې چوپتیا» له لارې د ترانزیتي پروژو د کریدور، د نشه‌يي توکو د تامین زنځير د یوې کړۍ او د معلوماتو او نرم ځواک لپاره د یوې لارې په توګه عمل کوي. د دغه هېواد کاني زېرمو هم په زیاتېدونکې توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو زبرځواکونو پام اړولی او د جیوپولیتیکي معادلو عامل ګرځېدلی دی. په داسې حال کې چې افغانان د دې لویې لوبې اصلي قربانیان دي، طالبان په شعوري یا ناشعوري توګه له پولو اخوا او په سویلي اسیا کې د ځواک توازن رامنځته کولو پورې غځېږي. د طالبانو له خوا نسبي (که څه هم نازک) ثبات ساتلو او له بېلابېلو لوبغاړو سره یې د تعامل وړتیا، هغوی د سیمې په ستراتیژیکو محاسباتو کې پر پام وړ فکټور اړولي دي.

د پاکستان اټومي وسله، تکتیکي راګرځونه یا ستراتیژیک ګواښ؟

د سویلي اسیا په امنیتي لیدلوري کې دوامداره اندېښنه د پاکستان د اټومي وسلو ضمني ګواښ دی، په ځانګړې توګه له هند سره د سختې ترینګلتیا پر مهال. پاکستاني چارواکو او پوځي څېرو په وار وار ویلي چې که د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا یې له ګواښ سره مخامخ شي، اټومي انتخاب یې د میز پر سر ايښی دی. که څه هم دا څرګندونې په دفاعي توګه کېږي، تر ډېره د عملي پوځي نظریې پر ځای د رواني او ستراتیژيکې راګرځونې په موخه تفسیرېږي. د پاکستان د «لومړۍ کارونې» مبهمه نظریه له هند سره د احتمالي نه کنټرولېدنکې پوځي شخړې په رامنځته کېدو سره اندېښنې ډېروي. ستراتيژیک شنوونکي په پراخه کچه باوري دي چې لاهم د پاکستان له خوا د اټومي وسلو کارونه لرې برېښي، د دغه ګام د نړیوال ناورین پایلو ته په کتو. اټومي برید، که ان په تکتیکي کچه وي نړیواله غوسه، پراخ بندیزونه او ښايي د پاکستان جبري بې وسلو کولو غوښتنه له ځان سره ولري. پر دې سربېره، ژورې دیپلوماتیکې پایلې به ولري؛ دودیز ملګري لکه چین، سعودي عربستان او ان ترکیه ښايي اټومي ګواښ ته په کتو پر خپل ملاتړ له سره غور وکړي. په پاکستان کې دننه سیاسي بې ثباتي او د دغه هېواد د اټومي وسلو سلاکوټ د امنیت او کنټرول په اړه اندېښنې هم په دې تړاو پیچلتیاوې ډېروي.

څنګه چې د ایران (شیعه) اټومي پروګرام د له منځه وړلو لپاره نړیوال څار او فشار مخ په زیاتېدو دی، د پاکستان (سني) سلاکوټ ته هم پام زیات شوی دی. ځینې څارونکي ان هېوادونه وړاندیز کوي څرنګه چې نړیوال زبرځواکونه پر نړیوال نظم بیاغور کوي، پر پاکستان دې د بې وسلې کولو لپاره تدریجي فشار راوړي په ځانګړې توګه که یو سیمه‌ییز کړکېچ یې اټومي ګواښ د فعالېدو پر لور وخوځوي. په نړیوالو کړیو کې د پاکستان د اټومي سلاکوټ د تایید میکانیزمونو او خوندیتوب په اړه خبرې په تودېدو دي. ښايي د هند او پاکستان ترمنځ اوربند په تړاو د امریکا سملاسي او جدي رادانګل د استخباراتي معلوماتو لامله وي چې وروسته به په ډاګه شي.

پاکستان په عمل کې خپله اټومي وړتیا د وسلې لومړنۍ کارونې په توګه نه بلکې د رواني ګټنې، چنې وهلو ځواک او د هند او لویدیځ د نفوذ مخنیوي پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه کاروي. په داسې حال کې چې دا استراتيژي تر یوې کچې د اسلام‌اباد لپاره خوندیتوب او اړیکې برابرې کړې، اغېزمنتیا یې د پاکستان د نړیوالې ژورې انزاو او د قوماندې او کنټرول سیسټمونو د امنیت په اړه اندېښنې کمزورې کوي. د پاکستان اقتصادي ننګونې هم د عصري او خوندي اټومي سلاکوټ د خوندي کولو وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي. برسېره پر دې، نورې جدي اندېښنې هم شته: په پاکستاني پوځ کې فساد، د دغه هېواد په پوځ کې دننه د مذهبي بنسټپالو ډلو ایډیالوژيکي نفوذ او د نړیوالو ترهګرو ډلو لکه القاعدې او داعش له خوا د پاکستان کوچنیو او تکتیکي وسلو ته د لاسرسي مخکېنۍ هڅې.

په ټوله کې د پاکستان اټومي وسلې چې یو مهال د ستراتيژيک توازن ستنه وه، اوس د سیمه‌يیزې بې ثباتۍ سرچینه ګڼل کېږي. په بډه کې ساتل کېدونکې توره چې شتون یې اندېښنه راپاروي. که ټاکلې وي چې له بډې راوویستل شي، پایلې به یې نه یوازې د سویلي اسیا بلکې د نړیوال امنیت لپاره ویجاړونکې وي. نړیواله ټولنه هم په داسې کړکېچنه سیمه کې د دغه اټومي ګواښ د مدیریت لپاره د لارې موندلو په برخه کې له ننګونې سره مخامخ ده.

پایله: سویلي اسیا د ځواک توازن ساتلو د بیاتعریف په درشل کې

په لومړي سر کې ښايي د هند او پاکستان ترمنځ دوامداره تاوتریخوالی د کشمیر او ملي هویتونو پر سر تاریخي سیالي وښکاري، خو هغه څه چې نن په ټوله سویلي اسیا کې راڅرګندېدونکې ده، خورا پېچلې ده. دا نور یوازې د دوو اړخیزو شخړو سیمه نه ده، بلکې د جیوپولیتیک سیالۍ څو اړخیز ډګر ګرځېدلی چې اقتصادي، نظامي، استخباراتي او رواني اړخونه رانغاړي. دا سیالي له دولتونو سربېره د نادولتي لوبغاړو له خوا د نادودیزو وسیلو له لارې روانه ده. په ټيکنالوژۍ، اقتصاد او دیپلوماسۍ په برخه کې د هند پرلپسې پرمختګ، دا هېواد د اسیا په راڅرګندېدونکي نظم کې پر یو مهم لوبغاړي اړولی؛ داسې یو نظم چې چین یې د خپل هژمونیک دریځ ساتلو لپاره د جوړولو په هڅه کې دی، سره له دې چې امریکا غواړي هم د چین د ځان غوښتنې پر وړاندې توازن رامنځته کړي او هم د هند په څېر ملګري ځواکونه پیاوړي کړي. په مقابل کې پاکستان بیا د اټومي سیګنالونو، نیابتي ډلو ټپلو او له نړیوالو لوبغاړو سره د همغږۍ له لارې پر خپلو اړیکو نښلي، خو له ژورې نړیوالې انزوا، اقتصادي زیان او کمېدونکي بهرني ملاتړ سره مخامخ دی. کورني بحرانونه او سیمه‌ییزه بې ثباتي د پاکستان ځای ځایګی له دې ډېر کمزوری کوي.

د هند، چین او امریکا ترمنځ سیالۍ د سویلي اسیا څېره ګډ وډه کړې او دا سیمه یې د جیوپولیتیکي پرمختګونو پر مرکز بدله کړې. دا ډګر نور یوازې پر نظامي ځواک متکي نه دی. ستراتيژيک بندورنه، زېربنايي پروژې، مصنوعي نشه‌يي توکي، معلوماتي شبکې او ان اټومي ګواښونه ټول په دې نوې سیالۍ کې د نفوذ وسیلې دي. د چابهار او ګوادر ترمنځ سیالي، د تیکنالوژيکي صنایعو ځای پر ځای کول او اطلاعاتي جګړه ټول د دې ښودنه کوي چې په دې سیمه کې د جګړې مفهوم بیاتعریف شوی دی. هغه څه چې د رامنځته کېدو په حال کې دی، یوازې یوه سیمه‌يیزه مخامختیا نه ده، بلکې د نړیوال ځواک د توازن په ساتلو کې بدلون دی چې د نړۍ په یوې ستراتیژيکه سیمه کې پېښېدونکې ده. د دې سیالۍ پایله – که پایله یې ثبات یا بې ثباتي وي – نه یوازې د دوو میلیاردو وګړو برخلیک به بدل کړي، بلکې د یوویشتمې پېړۍ نوی نړیوال نظم به جوړ کړي. په دې چوکاټ کې د سیمه‌يیزو مشرانو پرېکړې او کړنې به پر نړیوالې سولې او امنیت ژور اغېز پرېباسي. که سیمه‌ییزه او نړیواله همکاري پر دوامدارې پراختیا، دیپلوماسۍ او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو د قاچاق په څېر ګواښونو پر وړاندې په مبارزې ورټوله شي، د ثبات او پرمختګ لپاره هیله مندي شته. د هند او پاکستان ترمنځ وروستی اوربند د ترینګلتیا کمولو لپاره کوچنۍ کړکۍ ده او که سیاسي اراده او عملي میکانیزمونه یې ملاتړ ونه کړي، ښايي سویلي اسیا یو ځل بیا د ناورین څنډې ته راستنه شي.

سرچینې:

CDC. (2023 .(https://www.cdc.gov/nchs/nvss/vsrr/drug-overdose-data.htm Pant & Joshi. (2022). Journal of Indo-Pacific Affairs, 5(1).

Small, A. (2020). The China-Pakistan Axis. Oxford University Press.

UNODC. (2022). https://www.unodc.org/unodc/en/data-and-analysis/world-drug-report-2022.html White House. (2025).

Executive Order 14195. https://www.federalregister.gov/documents/2025/04/14/eo-14195

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د پاکستان په بلوچستان کې یو پخوانی افغان نظامي وژل شوی
خبرونه

د پاکستان په بلوچستان کې یو پخوانی افغان نظامي وژل شوی

۲۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794854944]
۱۲۰ افغانو ښځو د فرانسې له ولسمشره په یو لیک کې د هغوی د پناه غوښتنې دوسیو ته پاملرنې غوښتنه کړې
خبرونه

۱۲۰ افغانو ښځو د فرانسې له ولسمشره په یو لیک کې د هغوی د پناه غوښتنې دوسیو ته پاملرنې غوښتنه کړې

۲۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794852392]
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په ختیځ کې د کورنیو د ملاتړ او پیاوړتیا خبر ورکړ
ټولنه

اوچا: په افغانستان کې څه باندې نهه میلیونه کسان له بشردوستانه مرستو برخمن شوي

۲۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794848371]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.