«نعما برنډ» د بدخشان د طبیعت له زړه او دنګو غرونو راوتلې ښکلې ډبرې دي چې د نعما په ظریفو او هنرپنځوونکو لاسونو په ګاڼو بدلېږي. د دغو ګاڼو ډبرې د کانکېندونکو په ډېرې خوارۍ استخراجېږي او له اوږدو، پېچلو او ستونزمنو لارو او له لوړو مالیو وروسته د نعما تر لاسونو رسي؛ هغه چې د دغو ډبرو په تمه وي. نعما د طبیعت د دې ارزښتمنې ډالۍ منندویه ده. له همدې امله، که څه هم په دې برخه کې لږه تجربه لري، خو د ډېر خلاقیت او نوښت په مټ ترې لاسي ګاڼې جوړوي. هغه هیله لري چې له همدې لارې به د خپلې خاورې دا ارزښتناک میراث خوندي کړي.
نعما د دغې خاورې لور ده؛ هغه چې د دې سیمې له خوږو ویالو یې اوبه څښلې او د همدې خاورې هوا یې تنفس کړې ده. هغه نجلۍ چې د دغه وطن د ونو تر څانګو او پاڼو لاندې رالویه شوې ده. کله یې چې قد لوړېږي او لویېږي، د دې خاورې د نورو نجونو په څېر سپین ټيکری پرسروي او ښوونځي ته ځي. د لرګیو پر څوکۍ کېني او د ژوند الفبا زده کوي. د ښوونځي په دویم ټولګي کې کتابونه په شوق پوښوي او ترې لوستل او لیکل زده کوي.
په ۱۴۰۰ کال کې چې کله درېیم ټولګي ته ځي – هغه مهال چې نور یې له تورو کلمې او له کلمو جملې جوړولی شوای – ناڅاپه هر څه بدلېږي. که څه هم نعما د کم عمر له امله پر دغو بدلونونو او پېښو سم نه پوهېږي، خو بیا هم پوهېږي چې کومه لویه پېښه شوې ده. هغې د دې پېښې لویوالی د هغو نجونو په سترګو کې لیدلی و چې له شپږم ټولګي پورته وې. کله به چې د ښوونځي ښوونکو په خواشینۍ او اندېښنې زدهکوونکو نجونو ته کتل، خو په ذهن کې به یې داسې جمله نه لرله چې د ډاډ او ارام لامل یې شي.
نعما چې پرلپسې یې ښوونځي ته له شپږم ټولګي د پورته نجونو د تګ د مخنیوي بېلابېلې صحنې لیدلې او اورېدلې وې، هر کال بل ټولګي ته د تګ په اړه یې اندېښنه او وېره پسې زیاتېده. د ماشومتوب خوشحالي او د کوچنیوالي تېرېدونکې خاطرې یې هم د وېرې او اندېښنې په له منځه وړلو کې چندان اغېز نه درلود. تر دې چې هغې هم شپږم ټولګی پای ته ورساوه او د نورو نجونو په څېر د زدهکړو له دوام او ښوونځي ته له تګه محرومه شوه. په ۱۴۰۴ کال کې چې کله د نعما پر مخ ښوونځي ته د تګ لار وتړل شوه، د ژوند یوه بله لار یې پر مخ پرانیستل شوه؛ له رڼا او ښکلا ډکه. له همدې امله، نعما په لېوالتیا پر دغې نوې لارې ګام ږدي.
نعما د خپلې کورنۍ د یوه غړي په مرسته چې زرګر دی او د افغانستان د طبیعت له سپینو زرو او قیمتي ډبرو ګاڼې جوړوي، دغه مسلک ته مخه کړه. هغه وايي: «سم مې په یاد نه دي چې له کوم وخت راهیسې، خو له کله چې رایادېږي، تل مې د ګاڼو له لیدلو او لرلو خوند اخیستی دی. ښايي ووایئ چې له ګاڼو سره مینه د هرې ښځې په وجود کې شته؛ خو زما توپیر دا دی چې زه په داسې کورنۍ کې لویه شوې یم چې زرګري یې مسلک دی. کله چې ښوونځي ته له تګه راوګرځول شوم، د خپلو نورو ټولګیوالو نجونو په څېر مې د دغه محرومیت خپګان او دروند درد پر ټول وجود احساس کړ. رښتیا دا دي چې ښوونځي ته د تګ تشې د ډکولو لپاره هېڅ بدیله لاره نه شته. خو ما هڅه وکړه چې د زرګرۍ مسلک له لارې یې تر خپله وسه ډکه کړم. په لومړیو کې مې یوازې د ګوتمیو، غوږوالیو، لاسبندونو او لاکټونو په څېر ګاڼو انځورونه راټولول او نوي ډیزاینونه مې جوړول، څو نوې طرحې وړاندې کړم. خو نږدې نهه میاشتې وروسته، له دې کبله چې د کور په کوچني زرګرۍ کې به تل وم، پوه شوم چې زه هم خپله د دغه کار د ترسراوي وړتیا لرم.»
نعما په دغه مسلک کې خپل کار د طبیعي ډبرو له بېلولو او پېژندلو پیل کړی؛ دا چې د ډبرو کومې برخې ارزښتمنې دي او کومې برخې یې لرې وغورځول شي. همدارنګه، د ځینو ډبرو د تشو ځایونو ډکول او د ځینو نورو د رنګ ثابت ساتل یې هم زده کړي دي. د نعما روزنه او کار همدلته پای ته نه رسېږي، بلکې ورو ورو د خپلې کورنۍ په ملاتړ او لارښوونه د ګاڼو د یوه ځانګړي برنډ د جوړولو فکر ورسره پیدا کېږي. هغه غواړي په دغه برنډ کې داسې ګاڼې جوړې او بازار ته یې وړاندې کړي چې د افغانستان له بېلابېلو ارزښتمنو طبیعي ډبرو پکې ګټه اخیستل شوې وي. هغه اوس دا ډبرې سمې پېژني او پوهېږي چې هره یوه یې لکه لاجورد، زمرد، فیروزه، لعل او عقیق، د افغانستان له کومې سیمې سره تړاو لري. که څه هم په دغه مسلک کې یې د کار له پیلولو ډېر وخت نه دی تېر شوی، خو د خپلې لېوالتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو له امله یې ډېر مهارتونه زده کړي دي.
نعما چې لا پنځلس کلنه نه ده، د شور، انرژۍ او پرمختګ له تلوسې ډکه ده. هغه غواړي تر هغې موخې ورسېږي چې خپلې هیلې او ارمانونه پکې وویني او پرې وویاړي؛ داسې پړاو ته چې وتوانېږي د خپل ګران وطن ټولو ښکلو نجونو ته ښکلا ډالۍ کړي؛ هغوی ته چې له ټولو کړاوونو سره سره یې لا هم خپله اروا ښکلې ساتلې ده.
یادښت: د دغه یادښت عنوان د عبدالله یمګي بدخشي د کتاب له نوم (ارمغان بدخشان» څخه اخیستل شوی دی.





