• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د سپین‌بولدک دوکانداران: د طالبانو بندیز زموږ ۵۰ سلنه کاروبار له رکود سره مخ کړی

۸صبح، کندهار ۸صبح، کندهار
۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794916581]
Social Media

Social Media

د سپین‌بولدک ولسوالۍ یو شمېر کسبه کاران او هټیوال وایي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته یې تر ۵۰ سلنه ډېره سوداګري او اقتصادي فعالیتونه له ځوړ سره مخ شوي دي. دوی وایي چې د طالبانو له‌لورې د ښي‌لاس شټرینګ لرونکو موټرو پر وارداتو بندیز هم د دې لامل شوی چې سوداګریز فعالیتونه یې اغېزمن شي.

د سپین‌بولدک ولسوالۍ سوداګر حاجي خدای‌رحیم‌ خان وایي: «له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو مو کسب و کار ته سخت زیان اړولی دی. تر دې وړاندې به د کرښې دواړو غاړو ته زرګونو کسانو د همدې سوداګرۍ له لارې خپل ژوند تېراوه، خو اوس ګڼ خلک بې‌کاره شوي دي. له بده‌مرغه، د عادي خلکو سوداګري او کسب و کار سیاسي او د دې پرېکړې له امله د خلکو اقتصادي ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.»

د سپین‌بولدک کسبه کاران وایي، مخکې به جاپاني، ټایواني او سنګاپوري موټر او د موټرو پرزې دغې ولسوالۍ ته راوړل کېدې، خو طالبانو یې واردات منع کړي دي.

د کانټینري سوداګرو د اتحادیې یو غړی بازمحمد وایي چې د طالبانو دا پرېکړه د دې لامل شوې چې د زرګونو بې‌وزلو کورنیو دسترخوانونه تش او ګڼې کورنۍ له ناوړه اقتصادي وضعیت او نامعلوم برخلیک سره مخ شي. د هغه په خبره ، دا پرېکړه د دې لامل شوې چې د سپین‌بولدک ولسوالۍ د موټرو بازار خالي شي، خلک خپلې دندې له لاسه او په سیمه کې سوداګري سقوط وکړي.

دا سوداګر وایي: «د ښي‌لاس شټرینګ لرونکو موټرو او د پرزو پر وارداتو یې بندیز د سپین‌بولدک پر سوداګریز بازار سخت اغېز کړی دی. د دې پرېکړې په پایله کې د موټرو بازارونه تش شوی، زرګونه کسان بې‌کاره شوي او ګڼو بې‌وزلو کورنیو د عایداتو سرچینه له لاسه ورکړې ده. که دغه بندیز دوام وکړي، په سیمه کې به د موټرو سوداګري له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.»

د دې اتحادیې یو بل غړی لعل‌خان اڅکزی وایي چې د موټرو او پرزو سوداګري د سیمه ییزو خلکو د کارموندنې او عایداتو یوه مهمه سرچینه وه او ګڼ سوداګر، د موټرو پرزه پلورونکي، مستریان، موټرچلوونکي، د بار وړلو کاریګر، ګودام ‌لرونکي او ترانسپورټي شرکتونه په دې برخه کې فعالیت کوي. د هغه په خبره، له دې سوداګرۍ څخه نه یوازې دا چې د سپین‌بولدک اوسېدونکو ګټه اخیسته، بلکې د کندهار، کابل، هلمند، زابل او د افغانستان د نورو ولایتونو د موټرو بازارونه هم له وارداتي موټرو او پرزو ګټه ترلاسه کوله.

هغه زیاتوي: «د موټرو او پرزو سوداګري یوازې د څو سوداګرو شخصي کاروبار نه و، بلکې د سیمې د زرګونو اوسېدونکو لپاره د کار او عاید یوه مهمه سرچینه شمېرل کیده. د همدې سوداګرۍ له لارې مستریانو، موټرچلوونکو، د پرزو پلورونکو، د بار وړلو کاریګرو او ګودام ‌لرونکو خپلې کورنۍ تمویلولې. دې سوداګرۍ نه یوازې د سپین‌بولدک خلکو ته ګټه رسوله، بلکې په کندهار، کابل، هلمند، زابل او نورو ولایتونو کې هم د موټرو بازارونه ورپورې تړلي و. د وارداتو له بندیز وروسته د دغو ټولو برخو کاروبار زیانمن شوی دی.»

د سپین‌بولدک ولسوالۍ د موټرو په بازار کې د مستریانو مشر محمدهمایون وایي چې د طالبانو له بندیز وړاندې به هره ورځ تر ۶۰ کانټینر ښي‌لاس شټرینګ لرونکي موټر او د موټرو پرزې دغه بازار ته وارد او هلته به تخلیه کېدې.

هغه وایي: «د طالبانو له بندیز مخکې به هره ورځ تر ۶۰ کانټینرو د ښي‌لاس شټرینګ لرونکي موټر او د موټرو پرزې سپین‌بولدک ته واردېدې. د دغو کانټینرونو توکي به دلته تخلیه کېدل او وروسته به د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته لېږل کېدل. خو د دغه بندیز له پلي کېدو وروسته د موټرو بازارونه تش شوي او زموږ د معلوماتو له مخې، په دې برخه کې له ۶۰ تر ۷۰ زرو پورې کسان بې‌کاره شوي دي.»

د سپین‌بولدک په سوداګریز بازار کې یو بل د کانټینرو سوداګر عبدالحلیم اکا وایي: «د موټرو او پرزو پر وارداتو د بندیز تر اعلان وروسته، ۱۰ لویو سوداګرو هڅه وکړه چې د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره د دې پرېکړې د لرې کولو په اړه خبرې وکړي. موږ خپلې ستونزې په کندهار کې د طالبانو له والي، د ریاست‌الوزرا دفتر او د دې ډلې له نورو اړوندو چارواکو سره شریکې کړې او ورته مو وویل چې د ترافیکي پېښو مخنیوی یوازې د وارداتو په بندولو امکان نه لري. خو له ټولو هڅو سره سره، مو غوښتنې ونه منل شوې او سوداګر له کومې پایلې پرته ستانه شول.»

۲۴ کلن ځوان حبیب‌الله چې مخکې یې د کانټینري توکو د تنظیم او لېږد په برخه کې کار کاوه، وایي چې هره ورځ یې له پنځو زرو تر ۱۵ زرو پاکستانۍ کلدارو عاید درلود، خو اوس له ۱۰۰ ورځو ډېره موده کېږي چې بې‌کاره دی او تر اوسه یې بل کار نه دی موندلی. هغه وایي چې د ۱۱ کسیزې کورنۍ سرپرستي ورلغاړې ده او نه پوهېږي چې د هغوی ورځنۍ اړتیاوې به څنګه پوره کړي.

سپین‌بولدک د افغانستان د کندهار ولایت له مهمو سرحدي او سوداګریزو ولسوالیو څخه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا، د وارداتو او صادراتو په پراختیا او د اقتصادي فعالیتونو په غوړېدا کې ځانګړې ونډه لري.

شاوخوا ۴۰۰ ورځې وړاندې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو او سیاسي کړکېچونو له امله، د سپین‌بولدک او پاکستان ترمنځ سوداګریزه دروازه د نورو سوداګریزو لارو ترڅنګ په بشپړه توګه وتړل شوه.

ښي لاسي شټرینګ لرونکي موټر چې په یو کیلي هم پېژندل کېږي، طالبان وايي چې د دغو موټرو چلوونکي د سړک او د نورو موټرو د تګ راتګ پر مسیر کافي لید نه لري او دا د دې لامل کېږي چې ترافیکي پېښې زیاتې شي.

طالبانو افغانستان ته د ښي لاس لرونکو موټرو پر وارداتو بندیز لګولی. دا پرېکړه د طالبانو د وزیرانو شورا د ۲۰مې ګڼې پرېکړې پر بنسټ شوې او د دې ډلې د مالیې وزارت ته دنده سپارل شوې چې افغانستان ته د هغو موټرو د واردېدو مخه ونیسي چې د هېواد د موټرچلونې له سیسټم سره سمون نه لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو د پنجشېر د درې زره او ۳۰۳ قیراطه زمردو د پلورلو خبر ورکړ
خبرونه

طالبانو د پنجشېر د درې زره او ۳۰۳ قیراطه زمردو د پلورلو خبر ورکړ

۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794915889]
خبرونه

هبت‌الله اخوندزاده د طالبانو له مخالفانو وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي

۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794914418]
یونیسف: د ماشومانو حقونه بشري حقونه دي
بهرني خبرونه

یونیسف: د ماشومانو حقونه بشري حقونه دي

۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794913774]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.