۸صبح، کابل: طالبانو د پنجشېر ولایت له کانونو د را ایستل شویو درې زره او ۳۰۳ قیراطه زمردو د پلورلو خبر ورکړی چې ارزښت یې یو میلیون او ۵۲۷ زره افغانۍ ښودل شوی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس سه شنبه لړم پر ۲۶مه، راپور ورکړی چې دا موضوع په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمدقاسم امیري اعلان کړې ده.
د امیري په وینا، دغه زمرد له ایستلو وروسته په يوې داوطلبۍ کې پلورل شوي دي.
طالبانو د دغو کانونو د زمردو د پلور په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د پرمختللو وسایلو نشتوالي او د کانونو غیرمعیاري استخراج په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، زیاتوالی موندلی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق تر دې مخکې ویلي وو چې د کانونو مدیریت او د هغو عواید باید د ملي ګټو پربنسټ، په روڼتیا او حساب ورکونې سره ترسره شي.






