د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې د ماشومانو حقونه د بشري حقونو نه بېلېدونکې برخه ده او په ټوله نړۍ کې باید د دغو حقونو ملاتړ وشي.
دغه سازمان سه شنبه د نومبر پر ۱۷مه، د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ټول باید د نړۍ په هر ګوټ کې د ماشومانو او د سولې لپاره د هغوی د غوښتنې ترڅنګ ودرېږي.
یونیسف په دې پیغام کې ټینګار کړی چې د ماشومانو حقونه بشري حقونه دي او د دغو حقونو عملي کېدل د ټولو خلکو ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا لري.
دغه سازمان په ځلونو غوښتنه کړې چې د ماشومانو د حقونو، زدهکړو او روزنې او په سوله کې د ژوند کولو لپاره دې د هغوی د هڅو ملاتړ وشي.
د ماشومانو نړیواله ورځ هر کال د ماشومانو د حقونو په اړه د پوهاوي د لوړولو او د هغوی اړتیاوو، خوندیتوب او هوساینې ته د پاملرنې راجلبولو په موخه نمانځل کېږي.






