د ۲۰۲۰ کال د نومبر په اوومه د شنبې ورځې د سهار ۸:۰۰ بجې دفتر ته د تلو لپاره تیارېدو په حال کې وم. د کابل د مني سهار کرار کرار سړېږي.
د چاودنې لوړ غږ زما د کوټې کړکۍ ولړزولې. د تېر کال د لړم میاشتې ورځې ښايي په کابل کې هر سهار د یوه چسپکي مین په چاودنې سره پیلېدې. دا ځل د چاودنې غږ ډېر نږدې و او فکر مې وکړ چې زموږ کور ته نږدې په مکرویانونو کې شوې. په ډېرې اندېښنې سره د دفتر په لور روان شوم. زموږ د بلاک په مخکې د محب تاور ساتونکي چې د افغانستان نړیوال بانک (اې آی بي) د ساتلو مسوولیت یې درلود او د مکرویانونو د واټ تر څنګ پلورونکي سره را ټول شوي وو او د دې پېښې وېرونکي غږ په اړه یې خبرې کولې.
راته یې وویل چې باید احتیاط وکړم؛ ځکه نن یې هم په څلورم مکرویانو کې د یوه دولتي کارکوونکي موټر په نښه کړی.
ساعت نږدې ۸:۳۰ وې، په خپل موټر کې د دفتر خواته روان شوم، د هوايي ډګر پر سړک مې یو امبولانس ولید چې له څلورم مکرویانونو نه د هوایي ډګر سړک ته وګرځېده او ګړندی مې ترڅنګ تېر شو. حیران شوم او د موټر سرعت مې کم کړ. له ځان سره مې وویل ښايي په امبولانس کې د یوه ساعت مخکې چاودنې ټپي یا وژل شوی وي. واقعاً ښه سهار نه و او د هغې صحنې لیدل راته زړه بوږنوونکی و. مخکې ورغلم ترڅو د امبولانس څنګ ته ورسېږم او پوه شم چې څه شوي.
د امبولانس په لومړۍ چوکۍ کې سپین ږیری کس او یو ځوان ناست وو، د امبولانس له چلوونکي سره یې په خواشینۍ خبرې کولې. د دواړو څېره راته آشنا ښکارېدې، نور هم ورنږدې شوم او د امبولانس څنګ ته ورغلم تر څو پوه شم چې هغوی څوک دي. هغه کس داوود کاکا، د بکتاش، یما او بابک سیاوش پلار او ترڅنګ یې هغه ځوان، کاووس د هغوی ورور و. له هغوی سره به تل په مکرویانونو کې کېناستو. د سیاووش کورنۍ د رسنیز فعالیت له امله زموږ په سیمه کې مشهوره وه. هغه خلک چې له پخوا په مکرویانونو کې اوسېدلي هرومرو یې هغوی پېژندل.
لاس او پښې مې لړزېدل، حیران شوم او له ځان سره مې وویل چې په چاودنه کې هرومرو د سیاووش د کورنۍ څوک قرباني شوي. امبولانس د عامې روغتیا له څلورلارې د څلورسوه بستریز روغتون خوا ته روان شو او زه د خپل دفتر په نیت د وزیر اکبر خان پر سړک روان شوم. شکمن وم چې څوک به یې په نښه کړي وي؟ زړه مې نه کرارېده… اندېښمن وم، ځکه هغه کورنۍ مې پېژندله. تر دې مخکې چې هند ته ولاړ شم له بابک سیاوش سره په یوه پوهنتون کې وم.
زنبق څلورلارې ته ورسېدم. له ډېرې اندېښنې مې مبایل را واخیست او ټوییټر مې پرانیست. په لومړي پوسټ کې مې ولوستل چې بکتاش سیاوش د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۷ نېټه د څلورم مکرویانونو په سیمه کې د طلوع نیوز د پخواني خبریال وژل کېدل تایید کړي دي. سخت وېرېدلی وم، په ذهن کې مې د یما انځورونه راغلل. هغه له څه مودې راهیسې په هند کې د زده کړو له بشپړولو وروسته له ډېرو هیلو سره راغلی و ترڅو کوم څه یې چې زده کړي نندارې ته وړاندې کړي.
هغه ورځ پوه شوم چې یما سیاوش په د افغانستان بانک کې کار کوي او هغه موټر چې نوموړی یې لېږداوه دولتي و. په دې موټر کې چسپکي مین اېښودل شوی و او یما سیاوش او دو نور همکاران یې د دې پېښې قربانیان وو. د یما سیاوش د مړینې د دردوونکي خبر له خپرېدو وروسته، د دې ځوان د مړینې له امله د ټولنیزو شبکو فضا له دردونو او افسوسه ډکه وه.
زه ډېر اندېښمن وم او په خفګان مې په دفتر کې کار پيل وکړ. له خپلو دوستانو او د سیاوش له وروڼو سره مې اړیکه ونیوه ترڅو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړم. ټاکل شوې وه چې جنازه ماسپښین په دوو بجو د بي بي مهرو په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي. له څو همکارانو سره په بي بي مهرو غونډۍ کې د جنازې مراسمو ته ورغلم.
زیات شمېر خبریالانو، لوړپوړو دولتي چارواکو، مدني فعالینو او زیات شمېر خلکو په دغو مراسمو کې ګډون درلود. د جنازې او د یما سیاوش د ټوټه ټوټه شوي جسد د خښولو د مراسمو فضا دومره خواشینوونکی وه چې تا به ویل د هدیرې ډبرو هم د مراسمو له ګډون کوونکو سره ژړل. ټول ستومانه او ناهیلې وو، د ټولو په سترګو کې اوښکې ښکارېدې. د یما سیاوش وینې د هغه د وروڼو او پلار پر جامو لیدل کېدې. څېرې یې له دردونو ډکې وې په سترګو کې یې اوښکې وچې شوې وې او له خلکو سره په هدیره کې ولاړ و ترڅو د خپلې کورنۍ غړی خاورو ته وسپاري.
هلته ټولو خلکو ژړل، او پر یما سیاوش یې هغه بې رحمي نشوای زغملی. آن د مراسمو په نیمایي کې یوه کس د پېښې له ځایه د یما سیاوش د جسد ټوټې په کارتن کې راوړې وې او غوښتل یې هغه ټوټې هم ورسره خښې کړي.
له دې سختې او خواشینونکې پېښې د یوه کال په تېرېدو سره، دا پېښه مو هېڅکله نه هېرېږي.





