۸صبح، فاریاب: د طالبانو او ترکمنستاني پوله ساتو تر نښتې وروسته، دغه هېواد آقینې بندر کې خپلې سوداګریزې چارې درولي دي.
آقینې سوداګریز بندر کې یوې امنیتي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، ترکمنستان سهشنبه د مرغومي پر څوارلسمه له دغه سوداګریز بندر څخه خپل نږدې ۴۰ واګونه وسایط خپلې خاورې ته لېږدولي دي.
ورته مهال آقینې بندر کې ځايي مسوولان وايي، د دغه سوداګریز بندر د پرانېستلو په موخه یې له ترکمنستاني لوري سره خبرې پیل کړي.
آقینې بندر کې یوه سرچینه وايي، د طالب ځواکونو او ترکمنستاني پوله ساتو ترمنځ نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې دوه جوزجاني شپانه د ترکمنستان خاورې ته دننه شوي و، چې د ترکمنستاني پوله ساتو د ډزو په پایله کې یو کس ووژل شو. دغې سرچینې ادعا کړې، چې یو بل شپون ژوندی په خارو کې ننویستل شوی دی.
سرچینې ادعا کړې، چې د طالب ځواکونو د نښتې په پایله کې څلور ترکمنستاني پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالب ځواکونو او ترکمنستاني ځواکونو ترمنځ نښته رد کړې او ویلي دي، چې حکومت یې له ګاونډیو سره رغنده او مثبتې اړیکې غواړي او ستونزې له ډيپلوماټيکو لارو حل کوي.