۸صبح، کابل: د افغانستان د درمل پلورونکو ټولنه د طالبانو له خوا د هېواد په ګمرکونو کې د کابو ۲۰۰ کانتینر درملو له بندېدو خبر ورکوي.
دغې ټولنې وویل، چې د ډېرو درملو د بندېدو له امله له یوې خوا په بازارونو کې درمل کم شوي، له بلې خوا د درملو بیې لوړې شوې دي.
دغې ټولنې اندېښنه څرګندې کړې، چې د ګرمۍ په موسم کې د کانتینرو درېدل به د سوداګرو د درملو د خرابېدو لامل هم شي.
په دې لړ کې، د خواړو او درملو ملي اداره کې د طالبانو سرپرست عبدالباري عمري د درملو د بندېدو لامل د هغوی ټیټ کیفیت بولي.
هغه همداراز ویلي، چې درمل پلورونکي باید داسې درمل وارد کړي، چې مخکې په نوملړ کې ټاکل شوي دي.
د ویلو ده، چې تر دې مخکې طالبانو د درملو یو نوملړ ټاکلی و، چې باید هېواد ته دننه شي؛ خو د درمل پلورونکو ټولنې ویلي، ډېری داسې درمل شته، چې د خلکو د اړتیا وړ دي او په ټاکل شوي نوملړ کې نشته.
د دغې ټولنې په وینا، د درملو او خواړو ادارې له خوا د درملو د کیفیت څېړنه او اداري مسایل هم څو اوونۍ وخت نیسي.





