۸صبح، کابل: د پېښور – تورخم لاره کې پر تازه میوو او سبزیو بار د افغان سوداګرو د لاریو موټرو له درولو سره هممهاله، په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه د هر ډول همکارۍ ټټر وهلی دی.
نوموړي سفارت چهارشنبه د وږي پر ۷مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې دا مهال پر یاده لار پر تازه میوو او سبزیو بار د افغان سوداګرو څه کم دوه زره لارۍ درول شوي چې په خبره یې، افغان سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان رسېږي.
د یاد سفارت په وینا، له هغې وروسته چې تورخم دروازه څو وارې د تازه میوو او سبزیو په موسم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې بنده او خلاصه شوه، اوس یو ځل بیا د پېښور – تورخم لار له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د خیبر درې جمرود سړک په بګیاري سیمه کې د ځينو محدودو خلکو له لوري تړل شوې ده.
سفارت زیاته کړې: «دا موضوع په اسلاماباد کې له پاکستاني چارواکو او ادارو سره مکرراً شریکه شوې او هغوی یې د ژر تر ژره حل ژمنه راکړې، خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.»
نوموړي سفارت یو ځل بیا له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې په دې برخه کې جدي پام وکړي؛ څو په وینا یې، د دواړو هېوادونو سوداګر او عام ولس له زیان څخه وژغورل شي.
پاکستان له دې وړاندې هم د افغانستان تازه میوو او سبزیو په موسم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې د تګراتګ لارې تړلې دي.





