• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کابل په لوېدیځ کې د غلاوو زیاتېدل؛ له قیمتي جامو نیولې د جوماتونو د صدقې تر صندوقونو پورې هیڅ شی خوندي نه دی

امین کاوه امین کاوه
۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791713492]
Social Media + AI

Social Media + AI

د کابل د لوېدیځ یو شمېر اوسېدونکي د غلاوو پر زیاتېدو سخته اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، سر او مال یې خوندي نه دی؛ ان غله د جوماتونو د صدقې صندوقونه هم غلا کوي. د دشت برچي ځینې اوسېدونکي وايي، غله ان د ښځو قیمتي جامې هم له ځان سره وړي. په یوه پېښه کې غلو د کور له توکو په لاس ګنډل شوی پرتګونه جلا کړی او له ځان سره یې وړي دي. دوی وايي، د طالبانو له وېرې خپل غږ نه شي پورته کولای او غله هر ځل له نیول کېدو وروسته د بډو په ورکولو سره بېرته خوشې کېږي. د دغو اوسېدونکو په وینا، د طالبانو یو شمېر جنګیالي هم په دغو غلاوو کې لاس لري.

د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د غلاوو زیاتېدو ته اندېښمن دي. دوی وايي، داسې هېڅ مرجع نشته چې د خلکو پوښتنو ته ځواب ووايي او غله له نیول کېدو وروسته د طالبانو په لیکو کې د ځینو کسانو په همکارۍ او د بډو په ورکولو بېرته خوشې کېږي. د دوی په وینا، طالبانو ته شکایت کول نه یوازې ستونزه نه حلوي، بلکې د اوسېدونکو ستونزې لا زیاتوي؛ ځکه د دې ډلې جنګیالي په بېلابېلو پلمو د پلټنې او تلاشۍ لپاره د خلکو پر کورونو چاپې وهي.

د دشت برچي یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي: «موږ د ټانک‌تیل په سیمه کې ژوند کوو. په دې سیمه کې غلاوې ډېرې شوې دي؛ ان د جوماتونو د صدقې صندوقونه هم غلا کوي. زموږ د جومات د صدقې صندوق یې هم غلا کړی دی. یوه شپه ویده وو چې د ډزو غږ مو واورېد. کله چې  راپاڅېدو، ومو لیدل چې هغه کس چې د جومات د ساتنې لپاره د شپې هلته ویده کېږي، د غله د راتګ له امله یې ډزې کړې وې. دا ډزې څو شپې روانې وې، خو په پای کې غلو صندوق یووړ.»

د برچي دغه اوسېدونکی زیاتوي: «ان یوه شپه ویښ وو چې یو چا زموږ د کور دروازه په کیلي خلاصوله. ډېر ووېرېدو. پلار مې راوغوښت؛ هغه بهر ووت، خو ویې لیدل چې هلته هېڅوک نه وو. په ډېرو سیمو کې غله تګ راتګ کوي او هر څو شپې وروسته داسې پېښې کېږي. له همدې امله طالبان د شپې ګزمې کوي او د غلو د موندلو لپاره خلک لا ډېر تلاشي کوي. په دې منځ کې بې‌ګناه کسان هم غله بولي او که څوک چې د شپې د کوم کار لپاره له کوره بهر ووځي، نیول کېږي.»

د دشت برچي یوه بله اوسېدونکی وايي: «د خپل خوريي کره ته تللې وم، چې زموږ کور ته نږدې ژوند کوي. کله چې سهار کور ته راستنه شوم، ومې لیدل چې غلو مې کور لوټ کړی دی. په ډېر فرصت یې د کور هر ګوټ پلټلی و او د چای له ترموزه نیولې د کور تر ټولو قیمتي توکو پورې یې هر څه وړي وو. ان هغه ۵۰۰ افغانۍ یې هم غلا کړې وې چې په سختۍ مې ګټلې او په بکس کې مې ایښې وې. کمیسونه یې له بکسه راایستلي او پکې یې خوښ کړي وو؛ زما ګنډل شوی ټيکرۍ او پرتوګ یې هم وړي وو. ډېره خپه شوم؛ ټول مال او شتمني یې رانه وړې وه. فکر مې وکړ چې همدا یوه شپه تېره شوه، خو بله شپه بیا راغلي وو. د سهار لمانځه ته راويښه شوم او کله مې چې ګاونډی راوغوښت، غله وتښتېدل.»

د برچي دغه اوسېدنکې زیاتوي: «د غلو د پېژندلو لپاره مو د ګاونډیانو کمرې وکتلې، خو د غلو سرونه او مخونه پټ وو. هغوی غلا شوي توکي پر بایسکل لېږدوي او له څو کوڅو تر تېرېدو وروسته یې بیا هېڅ نښه نه موندل کېږي. زه څوک نه لرم او د امنیت احساس نه کوم؛ ډېرخ اندېښمنه یم.»

د دشت برچي یو بل اوسېدونکی وايي: «غلاوې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي. ښايي یو لامل یې د بېوزلۍ له حده ډېره پراختیا وي؛ خلک د مجبورۍ له امله غلاوو ته مخه کوي. ان هغه ځوانان چې زده‌کړې یې کړې او مهارتونه لري، بې‌کاره دي او په پای کې د مجبورۍ له امله ناقانونه کارونو ته مخه کوي. غله طالبانو ته د رشوت په ورکولو بېرته خوشې کېږي. دا کار د دې لامل کېږي چې غله لا زړور شي او غلاوو ته وهڅول شي.»

د برچي دغه اوسېدونکی زیاتوي: «د کابل په لوېدیځ کې غلاوې ورځ تر بلې زیاتېږي او وضعیت ښيي چې غلاوې په پرله‌پسې او زنځيري ډول پراخې شوې دي. د خلکو د کورونو د دېوالونو له ختلو او کورونو ته له ننوتلو نیولې، په کوڅو کې تر غلاوو پور، هر څه سخت اندېښمنوونکي دي.»

د امید سبز ښارګوټي یو اوسېدونکی وايي: «غلاوې په رښتیا ډېرې شوې دي. زموږ د کورنۍ یو غړی له بازاره د راستنېدو پر مهال د غلو تر برید لاندې راغی. غلو درې ځله په چاړه وهلی و او هغه څو ساعته تر عملیاتو لاندې و. که پر وخت روغتون ته نه وای رسول شوی، ژوند به یې له لاسه ورکړی و. وضعیت رښتیا هم د اندېښنې وړ دی. خلک له یوې خوا له طالبانو وېرېږي او له بلې خوا نه پوهېږي چې چېرته شکایت وکړي او چا ته ورشي.»

په دشت برچي کې دا اندېښنې داسې مهال زیاتې شوې چې تېره اوونۍ د دې سیمې په ریګرېشن سیمه کې یو ځوان په چاړه وهل شوی او وژل شوی دی. د سیمې یو اوسېدونکی ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې دغه ځوان علي‌عباس نومیده او د تېرې اوونۍ د چهارشنبې پر سهار د ریګرېشن پر لومړۍ سړک د جعفري په کوڅه کې پرې برید شوی. د هغه په وینا، علي‌عباس د ډېرې وینې بهېدو له امله مړ شو. د ده په خبره، د علي‌عباس ګرځنده ټیلیفون او پیسې هم غلا شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ځلونو ادعا کړې چې په ټول هېواد کې یې امنیت ټینګ کړی دی؛ خو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو د وسله‌والو غلاوو له زیاتوالي څخه څو ځله سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

فایو په افغانستان کې د ورښتونو د زیاتوالي او ناڅاپي سېلابونو د خطر خبرداری ورکړ
خبرونه

فایو په افغانستان کې د ورښتونو د زیاتوالي او ناڅاپي سېلابونو د خطر خبرداری ورکړ

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791710673]
د بیاکتنې امر؛ شرعي لا هم د امید سبز ښارګوټي د تخلیې غوښتنه کوي
راپورونه

د بیاکتنې امر؛ شرعي لا هم د امید سبز ښارګوټي د تخلیې غوښتنه کوي

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791707284]
د نجلۍ نړیواله ورځ؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې میلیونونه نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي
خبرونه

نجلۍ نړیواله ورځ؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې میلیونونه نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791705894]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.