رانجه چې له پخوا راهيسي د ښکلا نښه او د افغانستان د کلتور یوه برخه بلل کېږي، لا هم د ډېرو ښځو او نارینه وو له خوا د درملنې او ساتنې د باورونو پر بنسټ کارول کېږي. خو ځینې ډاکټران د هغو طبي ځانګړتیا ردوي او خبرداری ورکوي چې په لاس د جورو شويو او ناپاکو رنجو کارول کولای شي، د سترګو روغتیا ته ګواښ پېښ کړي. د دوی په وینا، رانجه، په ځانګړې توګه کله چې د څو کسانو ترمنځ ګډ وکارول شي، میکروبونه او ککړتیاوې لېږدوي او د سترګو د انتاناتو لکه د بڼو د التهاب، سوروالي او د سترګو د رطوبت د زیاتیدو خطر لوړوي.
دغه متخصصان دغه راز خبرداری ورکوي چې ځینې رانجه ښايي درانه فلزات لکه سرب ولري چې په اوږدمهال کې سترګو ته زیان رسولای او ان لید کمولای شي. دوی ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د رنجو د کارولو له کبله زیانونه ځینې وختونه په تدریجي توګه راڅرګندیږي او انسان په لومړیو پړاوونو کې پرې نه پوهېږي. دوی پر دې باور دي چې ماشومان ډېر حساس وي او د رنجو دوامداره کارول د سترګو تحریک، د اوښکو راتلل او سوځښت رامنځته کولای شي؛ نو له همدې امله سپارښتنه کوي چې د ماشومانو، په ځانګړې توګه د نويو زېږو لپاره دې رانجه نه کارول کېږي.
د سترګو د ناروغیو او جراحۍ متخصص فیصل زلمي وايي چې په دودیز ډول باور دی چې رانجه «سترګې پیاوړې کوي» یا «لید ښه کوي»، خو علمي شواهد داسې ادعاوې نه تاییدوي. هغه زیاتوي چې که رانجه په بشپړه پاک، روغتيايي او له درنو فلزاتو پاک وي، ښايي سترګو ته زیان ونه رسوي، خو هیڅ ثابته طبي ګټه نه لري.

دا ډاکټر خبرداری ورکوي چې د رنجو ډېری ډولونه کولای شي سترګې وپاروي او زیان ورورسوي او زیاتوي: «په دغو عامو خطرونو کې د میکروبي ککړتیا له کبله د سترګو انتانات، د بڼو التهاب، سوروالی، سوځښت او خارښت، حساسیتي غبرګونونه او له رجړومې یا د رنجو د سلايي د ګډې کارونې له کبله د ناروغۍ لېږد شامل دي. سترګه د بدن له تر ټولو حساسو غړو ده او هره ککړه ماده کولای شي ستونزه جوړه کړي.» هغه سپارښتنه کوي چې بايد له دودیزو، په لاس جوړو شويو او نامعلومو رنجو کار وانخیستل شي او د نوزیږو او ماشومانو لپاره دې د درنجو کارونه په بشپړه توګه بنده شي.
ښاغلی زلمي زیاتوي: «په ماشومانو کې د درنو فلزاتو لرونکې رانجه کولای شي د ذهني ودې، هوښیارۍ، زده کړې او تمرکز ستونزې، دچلند ستونزې، کمخوني او د عصبي سیستم زیانمنېدل رامنځته کړي. په لويانو کې بیا د سر درد، مزمنه ستړیا، عصبي ستونزې او حتی د پښتورګو زیانمنېدل هم رامنځته کولای شي.
د سترګو با ډاکټر ضیاالحق ضیا وايي چې له طبي پلوه رانجه پر سترګو هېڅ مثبت اغېز نه لري. هغه زیاتوي که رانجه په بشپړه توګه پاک او شخصي وکارول شي، زیان نه رسوي، خو کله چې رانجه او سلایي یې د څو کسانو ترمنځ ګډه وکارول شي، نو د سترګو ته د میکروبونو د ننوتلو لاره پرانیستل کېږي او د انتان خطر زیاتېږي.
دغه ډاکټر زیاتوي:«رانجه د لید د پیاوړتیا لامل نه کېږي، دا یوازې یو دودیز باور دی. د رنجو ټول ډولونه له ځانګړو ډبرو جوړېږي او که مایکروبي ککړتیا پکې نه وي، سرب یې د سترګې سطحې ته زیان نه رسوي. که هر څوک خپل رانجه او خپله سلايي ولري، منفي اغېز نه لري، خو ګډ کارول یې د میکروب د لېږد لامل ګرځي.»
په همدې حال کې، ځینې خلک پر دې باور دي چې رانجه نه یوازې د ښکلا نښه ده، بلکې طبي ځانګړتیاوې هم لري. هغوی وايي رانجه د ښکلا تر څنګ ساتندوی رول لري او سترګې د لمر له رڼا، دوړو، باد او نورو چاپېریالي عواملو ساتي. دا دود له پخوا نسل په نسل رالېږدول شوی دی.
په کابل کې یوه ښځه حفیظه وايي له پخوا راهیسې رانجه کاروي او تر اوسه یې د سترګو کومه ستونزه نه ده ورته پیدا شوې. هغه زیاتوي چې دا نرۍ توره کرښه نه یوازې د ښکلا نښه ده، بلکې ساتندويې او طبي ګټې هم لري.
دغه ښځه زياتوي :«زه له پخوا تر اوسه رانجه کاروم او تر نن پورې د سترګو کومه ستونزه راته نه ده پیدا شوې. دا نرۍ توره کرښه یوازې د ښکلا نښه نه ده، بلکې محافظتي او طبي ګټې هم لري.» هغه زياتوي:«ما له خپلې مور زده کړي چې د شپې سترګې تورې کړم، ځکه مور مې باور درلود چې رانجه د شپې سترګې روښانوي او د ورځې د ښکلا نښه ده. زه په کور کې بېلابېل ډوله رانجه لرم او د جوړولو طریقه یې هم اسانه ده.»
حفیظه وايي:« مور مې رانجه د بادام، ځنغوزيو او د پسه د وازګې په سوځولو سره جوړوي او باور لري چې د شپې يې کارول سترګې له انتانونو او ناروغیو ساتي. په دغو رنجو کې د ناریال غوړي، د بادام غوړي او نور طبیعي غوړي هم کارول کېږي او له جوړولو وروسته یې څلوېښت ورځې په یخ ځای او کوزه کې ساتل کېږي. دا رانجه د سترګو د ناروغیو او ترې د اوبو راتلو د د ناروغيو د مخنیوي لپاره ګټوره دي او یو کلتوري دود هم بلل کېږي.»

د رنجو يو پلورونکی هم پر دې باور دي چې د شپې سترګې تورول سترګې له ناروغیو ساتي. هغه خپل رانجه په شیدو کې اېشوي او وايي چې سترګو ته زیان نه رسوي.
حسن (مستعار نوم)، چې د ښار په یوه ګوټ کې د رنجو پلورونکی دی، وايي:« زه څو ډوله رانجه لرم؛ مزاري رانجه، د غوربند رانجه او د بدخشان غرونو ډبرینه رانجه. ډبرین رانجه يو ګرام په درې افغانۍ دي او د نورو رانجو هر دانه شل افغانۍ بیه لري ، څلور دانې د غوربند رانجه په ۱۲۰ افغانۍ پلورم. دا رانجه هېڅ زیان نه لري او ډېر ګټور دي. زه پکې هېڅ بله ماده نه ورزیاتوم، یوازې د رنجو خامه ډبره اخلم او په شیدو کې یې اېشوم.»
دا پلورونکی د مزار او غوربند د رنجو د ترکیب په اړه، چې پر سلايي تاو شوې وي، دقیق معلومات نه لري، خو دا خپل تر ټولو غوره رانجه يې بولي او پېرېدونکو ته یې د اخیستو سپارښتنه کوي.
په دې وروستیو کې، یونسکو رانجه د بشریت د ناملموس کلتوري میراثونو په نوملړ کې شامل کړي دي. دا پرېکړه د یونسکو د میراث د کمېټې په شلمه ناسته کې، چې په نوي ډیلي کې جوړه شوې وه، شوې ده او د سوريې په مشرۍ او عراق، عمان، فلسطین، لیبیا او اردن په ملاتړ د يوې ګډې دوسيي پايله وه.
رانجه هغه توره کرښه ده چې له زرګونو کلونو راهیسې د سترګو د ښکلا او ساتنې لپاره کارول کېږي او د منځني ختیځ، شمالي افریقا او سویلي اسیا په سیمو کې يې شالودڅ زرګونه کاله پخوا وخت ته ورګرځي. په تاریخي متنونو او لرغونو انځورونو کې ښځې او سړي رانجه د ښکلا ترڅنګ د لمر له سختې رڼا، دوړو او ځینو ناروغیو څخه د سترګو د ساتنې لپاره کارول.
په دودیزو کلتورونو کې رانجه نه یوازې د ښکلا وسیله وه، بلکې د روغتیا او درملنې یوه لاره هم ګڼل کېده او نسلونو په لاس جوړ کړي بڼه، د طبیعي موادو لکه بادام، غوړیو او حیواني وازګې په کارولو چمتو کول.
د معتبرو ويبپاڼو د معلوماتو له مخې، له میلاده نږدې ۳۵۰۰ کاله مخکې د مصر ملکو خپلې سترګې په رنجو ښکلولې. دا رانجه له بوټو، د حیواناتو له ښکرونو، هډوکو او نورو طبیعي موادو جوړېدل او د ناروغیو پر وړاندې د سترګو د ساتنې د موادو په توګه کارول کېدل.
نن سبا رانجه په ډېرو عربي هېوادونو، ایران، افغانستان، پاکستان او هند کې کارول کېږي او ان د افغانستان په ځینو سیمو لکه نورستان ولایت کې رنګارنګ رانجه هم دود دي.





