د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره ۸ صبح ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې وېل شويچې د ښارجوړولو او زمکو وزارت په هېواد کې د دولتي زمکو د پروګرام له لارې، په ننګرهار ولایت کې 458765 جریبه دولتي زمکه سروې او ثبت شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د ذکر شوې زمکې له جملې په مرکز او ولسوالیو کې، 444239 جریبه سپینه دولتي او پاتې 14526 جریبه د دولت تر ګټې اخستنې لاندې عامه مکلیتونه دي.
په ننګرهار کې د دولتي زمکو د ثبت او سروې بهیر داسې مهال شوی چې په دې ورستیو کې په ننګرهار کې له غاصبینو د دولتي زمکو د بېرته ترلاسه کولو لړۍ چټکه شوې، چې په مرکز سربېره، په ولسوالیو کې لسګونه جریبه زمکه له غصبه خلاصه شوې ده.
خو د ننګرهار اوسېدونکي بیا د زمکو په غصب کې دولتي چارواکي،د ولایتي شورا او پارلمان ځينې وکیلان، مافیايي کړۍ او سېمه ییز زورواکي، ښکیل ګڼي چې دولت یې په نیولو کې پاتې راغلی دی.
د ښار جوړولو او زمکو وزارت تراوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي زمکه ثبت کړې ده.