۸صبح، کابل: په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې سویس د افغانستان د بشري مرستو لپاره څه باندې دوه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
دغه بنسټ دوشنبه د چنګاښ پر ۲۹مه، پر اېکس پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې د سویس له دولت او خلکو د ۲.۴ میلیونه ډالرو مرستې له امله مننه کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې، چې دا مرسته به دغه بنسټ ته دا زمینه برابره کړي، څو په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د بدلېدونکي وضعیت پر وړاندې په چټکۍ سره غبرګون وښيي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې دا مرسته به له راستانه شویو کډوالو سره د ژوند د بیا پیل او له کوربه ټولنو سره د عیارېدو په برخه کې او دغه راز د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له زيان ګالونکو ټولنو ملاتړ وکړي.
دا مرسته په داسې حال کې اعلانېږي، چې افغانستان لا هم له پراخ بشري ناورین، د ګڼو کډوالو له بېرته راستنېدو او د زيان ګالو کورنیو د اړتیاوو له زیاتوالي سره مخ دی.





