۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) په کندوز او بغلان په ولایتونو کې د راستنو شویو زیانګالو کورنیو سرپناهځایونه ترمیموي.
دې ادارې سه شنبه د لړم پر ۲۶مه، ویلي چې دا پروګرام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي اماني صندوق (UN-STFA) په مالي ملاتړ پلی کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې چې راستنې شوې کورنۍ سرپناه ته پراخه اړتیا لري او شته سرچینې د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.
دې ادارې ټینګار کړی چې له دغو کورنیو سره د مرستې لپاره باید نور اقدامات هم ترسره شي.






