۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي چې په هلمند کې د ۲۱۴ میلیونو افغانیو په لګښت ۲۰۰ بستریز روغتون جوړېږي.
باختر خبري اژانس یکشنبه د وږي پر ۸مه راپور ورکړی چې دا روغتون به په ۱۲ زره متر مربع ځمکه کې په دوو کالو کې ورغول شي.
د راپور له مخې، دا روغتون به زرګونو ناروغانو ته بېړني، جراحي، ارتوپېډي، سترګو، رواني او عصبي، د ماشومانو او نسايي ولادي ناروغیو اړوند خدمات وړاندې کړي.
دا روغتون داسې مهال جوړېږي چې په افغانستان کې روغتیايي نظام د بودیجې او بشري مرستو د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
د روغتیايي امکاناتو او تجهیزاتو نشتوالی او روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسی هغه ننګونې دي چې په تېرو پنځو کالو کې زیاتې شوې او د سمبالو روغتیايي مرکزونو د جوړولو اړتیا یې ډېره کړې ده.





