۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سعودي عربستان له زندانونو ۳۱۴ افغانان خوشي شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چهارشنبې د سلواغې په ۵مه شپه پر خپله ټویټر پاڼه دا خبر خپور کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې دا شمېر افغان بندیان د سعودي عربستان په جدې ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې له بنده خوشي شوي دي.
د خپرو شویو مالوماتو له مخې، دا ۳۱۴ تنه افغانان د عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طائف، مدینې، قنفذه، شمیسي، تبوک او حدا په زندانونو کې بندیان وو.
د ویلو وړ ده چې څه موده مخکې کابو ۵۰۰ افغانان د پاکستان د کراچۍ له یوه زندانه خوشي او افغانستان ته راستانه شول.