خو جګړه مو تر سر او زړه لاندې پټاقۍ را چووي!
شاوخوا اووه مېاشتې دمخه، د طالبانو مشرتابه د خپل سیاسي او مذهبي ژوند په تاریخ کې داسې ګام واخیست، چې تر فرمان لاندې زرهاو جنګیالو او نورو عادي افغانانو حتا په خوب هم نشو لیدای! طالبانو تحرک له امریکایانو سره ، له نېږدې دوه لسیزې لاس و ګریوان جنګ وروسته، په روغه شو!
اشغال ختم خو جګړه لکه لیونی سپی د ژوند په کوڅو کې غاپي!
زرهاو امریکایان ولاړل؛ خو پاتې قطعات، کنډوکونه او ټولي یې، د دولت له ولکې وتو کلیو بانډو کې داسې ګرځي، چې ته به وایې طالبان یې د سر و مال ضامن دي!
نو د خپلواکۍ دغه جنګیالي چاته لاس په ماشه دي؟ چا پسې د مقناطیسي بمونو، بېغږه تپانچو، او حتا موټربمونو، جوپې را چلوي؟
د دولت د جنګي مخالفانود جنګ او شخړو ټوله فلسفه،د بهرنیانو اشغال ختمولؤ. اوس چې د امریکې له نېږدې یو نیم لک پوځیانو، څلور- پنځه زره پاتې دي، او هغو هم خپلو ټوپکو ته پوښونه وراغوستي، د هېواد په ښارونو او مېشتځایونو کې د جنګ اور شیندل، څه لپاره دي؟
دې حالت کې ټول غوږونه د قطر له زړه، د یوه ښه خبر اورېدلو ته څک دي!
خلک په تنګ راغلي! خلک پزې ته رسېدلي!! خلک د ژوند لپاره فضا، امکانات او ډاډ غواړي!!!
په اوسني وضعیت کې نه دولت ته مخ پاتې ده او نه هغو لپاره، چې د ټوپک په زور د نوم او نښان ګټلو په دریځ کې دي.
نو څه په کار دي؟ ملي شعور څه وایي؟ د یوه یوه انسان د ژوند، خوښې او خوشحالۍ راز په څه کې دي؟
آیا نظام باید ړنګ شي؟ نظامي، امنیتي، ټولنیز، تعلیمي، او نوره رغېدلې زیربنا او تاسیسات باید ړنګ شي؟
نه! موږ د هېڅ شي د ړنګولو حق نلرو!
موږ یو انتخاب لرو: یو بل ته سوله، آزادي او کار روزګار!
او دا د یوه واقعي ولسواک نظام په بقا کې دي، نه د لنډ و تنګ و کوتاه فکره جابرې حکمرانۍ په مسلطولو کې!