۸صبح، کابل: د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له استازي تورهان صالح سره د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګونې او کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د کرنې وزارت پنجشنبه د تلې پر ۹مه ویلي چې عمري د کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره د بازار نشتوالی د کرنې برخې بنسټيزه ننګونه بللې ده.
د افغانستان د کرنې سکټور د محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي، د اوبو لګولو امکاناتو ته محدود لاسرسي او له کمزرو کرنیزو بنسټونو سره مخ دی.
کروندګر د مناسب بازار د نشتوالي له امله خپل محصولات په ټیټه بیه پلوري.





