طالب او د افغانستان نوی انځور

دواخان مینه پال، د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند

له ۲۰۰۱ زېږدیز کال راوروسته افغانستان، د نړیوالې ټولنې په مرسته له صفره پیل وکړ!
د ډاکترنجیب الله د نظام له ړنګېدو وروسته د تنظیمي جګړو پر مهال داسې ترخه پاچاهي وه، چې د افغانستان ولایتونه او ادارې د ډلو ټپلو تر منځ ووېشل شوې، هر کس خپله ونډه چور، تالان او په عام بازار کې وپلورله، د افغانستان درې سوه کلنه اردو یې ددې وطن د دښمن په غوښتنه ونړوله، دوه زره او پنځه سوه ټانکونه، دوه چنده زرهپوشه، پنځه زره پوځي واسطې، زر توپچې وسلې، د سکاټ، لونا او اوراګانو دستګاوې، ۵۷۰ فعالې الوتکې، ۱۰۰ څرخکې، ترانسپورتي الوتکې او رادار یې یا کباړ کړل او یا ېې ګاونډیانو ته په ډالۍ کې ورکړل.
دفتری لوازم چور او کباړ شول، په کباړ یې د پاکستان کارخانې وچلولې. خلاصه دا چې افغانستان له بنسټه وران شو، د هېواد حساس معلومات ېې- د ښه خدمت لپاره- یو دښمن ګاونډي ته په واک کې ورکړل. تنظیمی ډلو د هېواد په ګوټ ګوټ کې یو بل ته ښکرونه اړم کړل. د کابل ښایسته ښار یې د وحشت یوه تابلو ته ورته کړ چې په رڼا ورځ به انسان پکې وېرېده!
له هغې را وروسته کرنل امام، د هغو طالبانو او ملایانو ډله چې مخکې ترمخکې یې د جهاد پرمهال د مولوی محمد نبي محمدي د تنظیم په چوکاټ کې روزلې وه (د کرنل امام خاطراتو کتاب) د کندهار په میوند کی، د ملا محمد عمر تر مشرۍ لاندې سره راټول او کندهار یې له تنظیمي ډلو ټپلو تر دې شعار لاندې چې د ټوپکیانو پاچاهي ختموي، لاندې کړ.
ورو ورو يې د افغانستان نږدې ۹۰ سلنه خاوره تر خپل واک لاندې راوسته، د پاچاهۍ کولو فکر یې په سرونو کې پیدا او آخر یې امارت کړ. له ملکي تر نظامي ادارو پورې یې هغو کلیوالي ملایانو او طالبانو ته وسپارلې چې د حکومتولۍ په الف او با نه پوهېدل.
د القاعده په شمول یې د پاکستان په سخت دريځو مذهبي ډلو حتی د وطن بڼوڼه هم اره کړل، پر ټول هېواد یو بدوی سیستم واکمن وو.
له تنظیمې ډلو پاتې وسایل او تجهیزات څه یې طالب ختم کړل او ځینی یې د ایتلافی قواو په بریدونو کی له منځه ولاړل، ځکه نو افغانستان تر ۲۰۰۱ کال وروسته، له صفره شروع وکړه. د انتقالی ادارې پر مهال مخکیني ولسمشر حامد کرزي په ارګ کې یو مناسب کاري دفتر نه درلود. ارګ ټول چور شوی و، که نن طالب خپله ارګ وویني، باور لرم حیران به شي.
ټول وطن د لنډ وخت لپاره د ارام ساه واخیسته. حکومتی چارې منظمې شوې. لویې جرګې د ۱۳۸۲ د مرغومې پر ۱۴ نېټه په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې اساسی قانون تصویب کړ چې درې ګونې قواوې (اجراییه، قضایه او مقننه) رامنځ ته شوې. د ولسی جرګې ټاکنې وشوې، ورسره د مشرانو جرګه رامنځ ته شوه، همداسی یې سلګونه فرعي قوانین تصویب کړل. حکومت د ملي اردو جوړېدلو ته مټې رابډوهلې، جلب او جذب، روزنه او تجهیز پیل شو. د تیرو نولسو کلنو په اوږدو کې اوس هېواد د یو منظم او مجهز اردو لرونکې دی چې د شپږو قولې اردوګانو سره په سیمه کې پیاوړې اردو ده.
کورنیو چارو وزارت همداسې له صفره کار پیل کړ او اوس منظم او روزل شوي پولیس لري چې په ښارونو او بانډو کې له جرم سره مبارزه او د قانون تنفیض مسوولیت په غاړه لري، دا پولیس د خپلو اصلي دندو ترڅنګ د سیمې یوازیني پولیس دي چې له تروریزم سره په مبارزه کې ښکیل دي. همداسې ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه نوي رامنځ ته شول، روزنه او تجهیز یې وشو، موږ اوس تر درې سوه زره زیات امنیتي او دفاعی پیاوړی ځواک لرو چې د خاورې او خلکو ساتنه کوي.
لنډه دا چې دا مهال افغانستان د داسې غښتلې او د سیمې په کچه بېسارې ملي اردو، کمانډو او هوایي ځواک لرونکی دی چې د یو نیم لک نړیوالو مجهزو عسکرو پرځای د خپل هېواد د دفاع ترڅنګ د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تامین په موخه د تروریستانو پر وړاندې مبارزه په مېړانې او اتلولۍ سره مخته وړي.
په همدغو تېرو نولسو کلنو کې افغان ځوانانو او ښځو ته د لا ډېرو پرمختګونو او د خپلو وړتیاوو د ځلولو او ظرفیتونو د لوړولو فرصتونه په لاس ورغلل. د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې یې تخصصي زده کړې وکړې. دا مهال د وزیران، والیان، سفیران، جنرالان او د نورو بېلابېلو کچو لرونکي اشخاص خپل مهم ورسپارل شوي مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کوي.
د دې ترڅنګ افغان ځوانانو د لوبو او نړیوالو سیالیو په ډګرونو کې تل په خپلو مټو او هلو ځلو د افغانستان بیرغ او نوم داسې ځلولی چې د ټولو سترګې یې برېښولي. دا مهال افغان ځوان او افغانه ښځه خپل مستقل هویت لری. دوی خپله استازولي په خپله کوي او د نورو د ترحم، زړه سوی او لاسنیوي محتاج نه دي.
رسنۍ:
همدارنګه د بیان ازادۍ او رسنیزو فعالیتونو له پلوه هم افغانستان په سیمه او نړۍ کې ځانګړی مقام ګټلی دی، ځکه د رسمی شمېرو له مخې په هېواد کی ۱۰۰ ټلویزیونونه، ۲۱۳ راډیوګانې، ۲۷۰ چاپي رسنۍ، ۱۵ خبري اژانسونه فعالیت لري.
دا هر څه وړیا نه دي ترلاسه شوي، نه هم د کوم چا امتیاز او لورینه ده، بلکې دا هر څه د افغان خبریالانو او د رسنیو د فعالیتو د هلو ځلو او سرښندنو په بدل کې د افغان دولت په ملاتړ تر لاسه شوي دي.
له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۹ پورې سل تنه خبریالان د طالبانو او نورو تروریستي ډلو له لوري په بریدونو او جګړو کې شهیدان شوي دي.
په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې راټوکېدلې ولسواکي کرار کرار د پخوالي لور ته خپل مزل لنډوي او نن تر بل هر وخت د ولسواکۍ او جمهوریت په اړه ملی اجماع موجوده ده. همدارنګه د زېربنا، ترانزیت، ملی ودې، د کورنیو عوایدو، د سوداګرۍ د ودې، د افغانستان د بېلابېلو ظرفیتونو او فرصتونو د ځلولو، د اوبو د مدیریت، د نړیوالو پانګو د جذب او نورو برخو کې پام وړ کارونه او پرمختګونه شوي دي.
طالب تر ۲۰۰۱ کال تر یو لنډې دمې وروسته د افغانستان د اسلامی جمهوریت او زموږ نړیوالو ملاتړو پر وړاندی جګړه پیل او دومره وحشي حد ته یې ورسوله چې ټول اسلامي، ملي او انساني ارزښتونه یې ترپښو لاندی کړل، د افغانستان په معاصر تاریخ کې د لومړي ځل لپاره طالبانو مېرمنې برمته او ووژلې، د وړې لور پر وړاندې يې پلار وواژه، د مېرمنو پرمخونو یې تېزاب وشیندل، سرونه یی غوڅ کړل او د موچي په تار یې افغانان ووژل. د اوبو له بندونو نېولې ترسړکونو، پلونو او پلچکونو پورې یې د هېواد زیربنا ته کولنګ ونیوه، هېواد ته یې په میلیاردونو ډالر زیان واړوه.
اوس د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ‌مذاکراتي پلاوي سره چې پکې میرمنې، علما، د پوهنتون استادان، د ملي شورا وکیلان، د ګوندونو استازي او روڼ اندي شتون لري مخامخ دي چې دا د نوي افغانستان انځور دی.
اوس طالب پورې اړه لري چې دې انځور سره یوځای کیږي او که غواړي د خپل متحجر فکر په دننه کی متحجر پاتې شي.

ورته لیکنې

Back to top button