۸صبح، کابل: د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري په هند کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او نساجي صنایعو په چارو کې د دولت له وزیر پبیترا مارګریتا سره وکتل.
طالبانو چهارشنبه د چنګاښ پر ۱۷مه اعلان وکړ چې په دې کتنه کې د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د طالبانو په وینا دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د تجربو پر تبادلې، د کرنې سکټور پر پرمختګ او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د سې شنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ ډیلي ته ورسېد.
دا سفر له هند سره د اړیکو د پراختیا او د همکاریو د زیاتوالي په موخه د طالبانو د هڅو په اډانه کې شوی دی.
که څه هم نوي ډيلي طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو نوي ډیلي په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره خپلې عملي اړیکې ساتلې دي او هڅه یې کړې چې د ډیپلوماټیک او اقتصادي تعامل له لارې په دغه هېواد کې خپل حصور ته دوام ورکړي.





