هغه هېوادونه چې د ګڼ شمېر قومونو او کلتورونو درلودونکي دي، افغانستان يې ترټولو غوره بېلګه ده. د ګڼو قومونو او ژبو سربېره ګڼ مذهبونه هم پکې ليدل کېږي.
ددې هېواد په توکمیز او ټولنيز-اقتصادي جوړښت کې رنګارنګي، د نړۍ په هېڅ هېواد کې ليدل نه دی شوی. ژبني، توکمیز، کلتوري او مذهبي اختلافونه ډېری له ټولنيزو، نيمه فيوډال او قومي جوړښتونو سره مله دي او د پرمختګ او مدنيت پر وړاندې یې اصلي خنډونه رامنځته کړي دي.
ګونګ او ناانډول سياسي تاريخ او د اړيکو لومړنی سيستم چې د متجانس او متحد کلتور د ودې مخه يې ډب کړې، تنګ نظرۍ ته يې دوام ورکړی اوپه ځانګړې توګه د ټولنيز يووالي او ملي واکمنۍ د زړه سوړوالي لامل شوی.
د لږکي «اقليت» مفهوم
د ټولنپېژندنې لخوا او د سياسي ليد له مخې تر دې دمه ګڼ تعريفونه د لږکي یا اقليت په اړه بيان شوي دي. دې ته په کتو د لږکي په اړه د يو يا واحد تعريف وړاندې کول ستونزمن دي؛ په دې دليل چې لږکي بېلابېل ډولونه لري. مذهبي، ديني، کلتوري، نژادي، قومي، ملي او … لږکي، هر ډول يې هغه لږکي دی چې ځانګړی تعريف ورته بيانېدی شي.
په نويو انساني علومو کې د لږکي کلمه هغه کلمې ته نه ويل کېږي چې د شمېر له پلوه يې اندازه کمه وي. څرنګه چې ګيدنز په دې باور دی چې اقليت يو عددي مفهوم نه دی. ښايي هغه ډلې چې وګړي يې له اکثريت نفوس سره برابر دي، د اقليت په وضعيت کې راشي.
په بله وینا اقليت یا لږکي هغو ډلو ته اشاره لري چې د ژبنيو، کلتوري، نژادي، قومي، جنسيتي او جنسي ځانګړنو سره د ټولنيز، زده کړو ته د لاسرسي او په ټوله کې له انساني حقونو د ګټې اخيستنې له نظره، د يوې هغې ډلې په پرتله چې په ټولنه برلاسه وي، په يوه ټيټ موقعيت کې وي.
مذهبي لږکي هغه ډله ده چې د اکثريت مذهب پرته،پر بل مذهب عقيده ولري او په همدې دليل د هغو حقونو او ګټو څخه بې برخې وي چې اکثريت يې لري. څرګنده بېلګه يې په افغانستان کې د ديني او مذهبي اقليتونو شتوندی.
که څه هم ۹۹ سلنه افغانان مسلمانان دي او د اسلام په دين عقيده لري، خو له مذهبي پلوه افغانستان يو متفرق هېواد دی. اکثريت يې حنفي مذهبه او لږ يا اقليت يې شيعه مذهبه دي. د شيعه او سني مسلمانانو د شمېر په تړاو کره او دقيق معلومات نشته. پر دې سربېره په هېواد کې سک و هندوان او يهوديان هم شته دي.
په افغانستان کې د شيعه او سني مسلمانانو ترمنځ مذهبي درزونه،څوکلن تاريخ لري. سني مذهبه واکمنانو د تاريخ په اوږدو کې، په بېلابېلو بڼو لږکيځپلي او څنګ ته کړي يې دي، په قدرت کې يې د دوی د حضور مخه نيولېاو په ډله ييزو وژنو يې لاس پورې کړی دی. دغه پېښې او تعارضات د اميرعبدالرحمان خان په وخت کې ډېر او فعال ؤ او د طالبانو تر دورې پورې يې دوام ومونده. د لومړي ځل لپاره د مذهبي لږکيو يا اقليتونو حقوق او ازادۍ په کال ۱۳۸۲ کې په اساسي قانون کې په رسمي توګه وپېژندل شوې.
د طالبانو روايتونه
د طالبانو ډله په يوه ځل يا يو دم نه ده رامنځته شوې؛ بلکې په يوه اوږده موده کې، په مختلفو ټولنيزو او زماني شرایطو کې، په تدريج سره منسجمه شوه او وده يې وکړه.
د طالبانو ډله له علماوو او د ديني علومو له طالبانو جوړه شوې چې تر ډېره يې په پاکستان کې زده کړې کړې دي. طالبان د ديوبندي مدرسې زده کوونکي دي چې بنسټ ايښودونکي يې سخت دريځه او جدي حنفيان ګڼل کېږي. له فکري اړخه د قرآن، سنت، خلفای راشيدنو او صحابه وو سرسخته پلاويان او د سلف علماوو همنظري او د اجتهاد او تجدد مخالف دي.
ديوبندي مکتب د يو اسلامي غورځنګ نوم دی چې له هندوستانه پيل او په معاصره دوره کې افغانستان، سویلي افريقا او بريتانيا ته ورسېد. دغه مکتب د اهل سنتو تصوف له مذهبونو شمېرل کېږيچې په ماتريدي اعتقاداتو «د معتزله او اشاعره ترمنځ فرقه» او حنفي مذهبي فقه کې، دي. لکه څنګه چې د هرې اسلامي ډلې او په ځانګړي ډول د طالبانو فکري اصول، د خلافت بيا احيا کول او همدارنګه د لوېدېځ د مدنيت نوښتونو لکه،دموکراسۍ او د هغو ارزښتونو پر وړاندې مبارزه ده.
ديوبندي څانګې د ديوبند مدرسې زده کوونکو چې ډېری يې افغانان و او دي، افغانستان ته خپور شو؛ خود افغانستان له رسمي مذهب سره د هغوی فکري تضاد یې د افغانستان د ښکلا مخه په پراخه کچه نېولې ده. که څه هم هغه کسان چې د طالبانو ډلې اړوند نه دي، خو طالباني فکر لري.دا خپله د يوه لوی پروګرام نښه ده چې په تدريج سره د ښوونځيو، مدرسو، جوماتونو او پوهنتونونو څخه ورته تبليغ کېږي.
طالبانو د ۱۹۹۶ کال د سپتمبر مياشتې په ۲۶مه، کابل ونیوه او ډاکتر نجيب الله او د هغه ورور په دار ځړولو سره يې نوې ديني بنسټپالنهرامنځته کړه. د دوی حکومت د ملا محمد عمر په مشرۍ د «اسلامي امارت» په نامه خپل موجوديت اعلان کړ.
ملا محمد عمر په کال ۱۹۵۹ کې، د کندهار ولايت د هوتکو قوم چې د غلجیو پښتنو يوه برخه ده، په يوې بېوزله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار يې په نوې ځوانۍ کې له لاسه ورکړ او له پلار وروسته يې د کورنۍ مسووليت په غاړه واخيست. په همدې اساس د کندهار سينګار کلي ته چې د ميوند ولسوالۍ اړوند دی ولاړ او هلته د کلي ملا شو.
ملا عمر د يونس خالص اسلامي حزب سره تړاو درلود او د ډاکتر نجيب الله پر وړاندې جګړه کې يې خپله يوه سترګه له لاسه ورکړه.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د شیعه وګړوډېری جوماتونه تړلي وواو د محرم مياشتې مراسم په خصوصي توګه، په کورونو کې لمانځل کېدل، چې دا په خپله له دې ډلې سره څرګند مخالفت بيانوي.
افغانستان په تېرو دوو لسيزو کې،لهګڼو ستونزو سره سره، وکولای شول چې بېلابېلو مذهبي او قومي ډلو ته د سياست او کلتور په ډګر کې،د برابر ګډون او حضور حق ورکړي. د خلکو ډېره برخه غوره ګڼي چې د قوم، مذهب، کلتور، ژبې او … پر بنسټ د وېشنې پرځای، د اساسي حقونو او برابرو ازاديو او په برابره توګهخپل ژوند وکړي، ځکه چې خلک دې باور ته رسېدلي چې په تېرو څو کلونو کې،قومي او مذهبي ستونزو پرته له ويجاړۍ بل څه له ځان سره نه دي لرلي.
انحصار غوښتنه به د هېچا په ګټه نه وي. تر هغو چې توپيرونه ونه منو او د يوې خاصې ډلې د ورک کولو په لټه کې واوسو، نو کوم ځای ته نه رسېږو.
آيا طالبان به چمتو وي چې له مذهبي – ديني او قومي درزپرتهټولنه ومني او کنه؟ د نورو مذهبونو او دینونو د لارويانو برخليک به څه ډول وي؟ سوله د څه په قيمت؟




