طالبانو په دې وروستیو کې تصمیم نیولی چې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کړه د تل لپاره بنده کړي. د راپورونو پر بنسټ، دا پرېکړه شوې، خو د ځینو لاملونو له مخې تر اوسه نه ده اعلان شوې. له بلې خوا ویل شوي چې طالبانو پرېکړه کړې چې د روان سمستر له پای ته رسېدو وروسته به پوهنتونونو ته د ښځینه محصلینو د ننوتلو مخه ونیسي. په راپورونو کې ویل شوي، چې طالبانو له دې وروسته د نجونو د زده کړو په اړه د ډیپلوماسۍ د نه کولو پرېکړه کړې او په ښکاره یې مخالف دي. طالبان ولې د ښځو د تعلیم خلاف دي؟
طالبان په اصل کې د زده کړې مخالف دي، په ځانګړې توګه د عصري زده کړو، او دا مخالفت یوازې د ښځو تر تعلیم پورې محدود نه دی. کله چې دوی یو ملا چې ساده فارسي متن نه شي لوستلی کابل پوهنتون ته د تدریس لپاره استوي، دا د طالبانو په نظام کې د فساد نښه نه ده؛ ځکه دوی په قصدي توګه هڅه کوي چې پوهنتون تخریب او کیفیت یې ټیټ کړي. په عمل کې طالبانو په لومړۍ دوره کې او دا ځل یې هم ثابته کړه چې دوی له معاصرو زده کړو سره مخالف دي.
دا مخالفت یوازې د نجونو او ښځو تر تعلیم پورې محدود نه دی. که چېري د نړۍ پام او د خلکو داخلي اعتراضونو وېره د دوی مخه ونه نیسي طالبان به ښوونځي او پوهنتونونه د ښځو او نارینه وو پر مخ وتړي. وحید مژده چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې د دې ډلې د بهرنیو چارو په وزارت کې کار کاوه، له پوهنې سره په دې دوره کې د طالبانو د مخالفت په اړه لیکلي دي: «طالبانو نه یوازې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې وتړلې، بلکې د هلکانو د زده کړو لپاره یې هم داسې شرایط ټاکلي وو چې په نه لیدل کېدونکي ډول د هلکانو د ښوونځیو د دروازو د تړلو په معنی وو.» (وحید مژده، افغانستان او د طالبانو پنځه کلنه واکمني، ۱۱۰ مخ) د وحید مژده په وینا، طالبانو په لومړي پړاو کې په پرلپسې توګه وویل چې د ښځو له تعلیم سره مخالفت د دې ډلې پالیسي نه ده. «په لومړي سر کې، طالبانو ادعا کوله چې د اقتصادي ستونزو له امله، دوی نشي کولی د ښځو لپاره د زده کړې په برخه کې خوندي او شرعي شرایط برابر کړي.» (هماغه صفخه، ۱۱۱ مخ).
که په غور سره ورته وګورو، دا ځل هم ورته عذرونه د دوي په ژبه دي. د بودیجې مسله، د مناسبو شرایطو نشتوالی، د نجونو د حجاب او جامو د ماهیت په اړه د وضاحت نشتوالی او داسې نور، دا بهانې په حقیقت کې هغه څه دي چې آن د هلکانو عصري زده کړې ته نا ویل کیږي. د بې سواده ښوونکو په ګمارلو سره د هلکانو بې سواده ساتل د هلکانو زده کړو ته د نه ویلو په مانا ده. دا په ډاګه کوي چې طالبان په بنسټيزه توګه د عصري زده کړو مخالف دي، په ځانګړې توګه د ښځو له زده کړو سره مخالف دي او د دوی په چلند کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
د طالبانو بې سوادي د زده کړې سره د دوی د مخالفت بل لامل دی. په ښکاره ډول د طالبانو په منځ کې د عصري زده کړو محصلین او پوهان ډېر کم موندل کېږي، او دا هغه کسان دي چې ویل کېږي د نجونو د زده کړې په ګډون د زده کړو په اړه هېڅ اعتراض نه لري. د طالبانو ډېری مشران ملایان دي، چې نه له عصري پوهې برخمند دي او نه هم د خپل ظرفیت د لوړولو وړتیا لري؛ او په ډېره خواشینی سره، دوی هغه څوک دي چې د پریکړې کولو واک لري. دوی ځانونه د معاصرو علومو پوهانو په وړاندې مات او ذلیل ګڼي. د دې ذلت د جبرانولو لپاره دوی د پوهنتون څخه فارغینو او د عصري زده کړو درلودونکو پرضد دی. پخپله طالبان چې اوس د انجنیر احمدي او د هغه د ټیم لخوا د تخنیکي زده کړو په ریاست کې ډیزاین شوي موټر تبلیغات کوي، پوهیږي چې دا وړتیاوې د دیوبندي مدرسو څخه نه راځي. کله چې دوی شاوخوا ته ګوري نو پوهېږي چې د پاکستاني مدرسو فارغان نه د ټکنالوژۍ له ژبې سره بلد دي، نه د عصري ژوند په اړتیاو پوهیږي او نه د عملي علومو او طبیعي علومو په برخه کې د ویلو لپاره څه لري.
یوازینۍ ټیکنالوژي چې دوی د پاکستان په دیني مدرسو کې زده کوي د بوشکي ماینونه جوړول دي. د اکاډمیکو شخصیتونو او پوهنتوني ځوانانو په وړاندې د دوي بد چلند او هغه خبره کول چې له دوی څخه هیڅ تمه نلري یو مهم دلیل د دوی په وړاندې د کمتری احساس دی. طالبان ځانونه ذلیل ګڼي؛ هغه کسان چې د مدرسو د څلورو دیوالونو په داخل کې یې د عصري زده کړو فرصت له لاسه ورکړی او پر ځای یې هغه څه زده کړي چې د صنعت د ودې، د سوداګرۍ د پراخولو، د کرنې د میکانیزم کولو او د مخابراتو د پراخولو لپاره کارول کیدی نشي. د خپلو ډیرو نیمګړتیاوو د پټولو لپاره، دوی په نورو حمله کوي او په دې توګه د دوی د کموالي احساس پټوي.
د دې مخالفت تر ټولو مهم لامل د طالبانو ایډیالوژي ده. د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په خپل کتاب کې د ښځو له تعلیم سره مخالفت کړی چې شنونکي یې د طالبانو منشور بولي. د دې منشور پر بنسټ، طالبان د ښځو د زده کړې پر وړاندې ولاړ دي. د طالبانو د شريعت په فهم کې بايد ښځې پيروان او مننونکي وي او پر هغوى د نارينه وو تسلط ومني. هغه ښځې چې روزنه ترلاسه کوي او د کار بازار ته داخلیږي مالي خپلواکي ترلاسه کوي، او دا خپلواکي دوی د نارینه وو له یو اړخیز حاکمیت څخه بهر کوي. په دې صورت کې مېړه د ښځې مالک نه دی، بلکې نکاح دوه اړخیزه عاطفي- قراردادي اړیکه ده، چې دواړه لوري اړ دي چې د ګډ ژوند د پرمختګ لپاره یو بل ته درناوی وکړي. د ژوند دا طریقه، د طالبانو د شریعت په فهم هیڅ منځلاریتوب نه لري.
طالبانو نړۍ او هغه څه چې پدې نړۍ کې دي په دوو برخو ویشلې دي، نارینه او ښځینه. د طالبانو په نړۍ کې د ښځو نړۍ پخلنځي ده، سړک، دفتر، بازار او سپورت، اقتصاد او سیاست ډګرونه ټول د نارینه وو لپاره دي. د دې ډول فهم سره سم، حتی له ټاکل شوې برخي څخه د ښځو وتل د خدای د حکمونو خلاف ګڼل کیږي. د طالبانو په منشور کې عبدالحکیم حقاني د ښځو د تعلیم په اړه په خبرو کې د ښځو زده کړه “فتنه” بللې ده. طالبانو حتی جومات په بشپړ ډول نارینه چاپیریال جوړ کړی دی: “ښځې باید نه یوازې په سیاست کې داخلې شي، بلکې د عبادت لپاره جوماتونو ته د تللو حق هم نه لري. کله چې ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي چې جومات ته لاړې شي، بازار او دولتي دفترونو ته د دوی د تګ مسئله روښانه ده.” (مهران موحد، د طالبانو قاضي القضات، افغاني ښځي او شرم…، ۸صبح ورځپاڼه)
په زړه پورې دا ده چې د طالبانو منشور د ښځو زده کړه فرض بولي، خو وايي چې دا زده کړه باید په کور کې او د محرم څخه باید زده کړه وشي، نه په پوهنتونونو او ښوونځیو کې. هغه څه چې ډیر په زړه پورې دي دا دي چې ښځو ته د لیک لوستلو اجازه ورکړل شوی. (د هماغه متن اقتباس)
هغه څه چې طالبان د تعلیم په نوم د ښځو لپاره واجب ګڼي هغوی ته د خدای عبادت او د کورنۍ د نارینه وو د عزت کول دي. د طالبانو په وینا، هغه زده کړه چې د ښځو لپاره فرض ده دا ده چې څنګه د میړه اطاعت وکړي او تل د دوی په خدمت کې وي، ماشومان وزیږوي او د کور کارونه وکړي. که دا درس وڅېړو نو دا په دې مانا ده چې هېڅ ښځه حق نه لري چې له کوره ووځي او څه زده کړي. د محرم له لارې زده کړه یوازې د خدای عبادت او د کورنۍ د نارینه وو د خدمت لپاره زده کړه نه ده. دا په حقیقت کې د زده کړې بندیز دی. هیڅ کور نه شي کولای مکتب او پوهنتون شي، د یادولو وړ ده چې ډیری کورونه حتی یو باسواده غړی هم نه لري.
دې څرګندونو له کوره بهر د ښځو دیني زده کړې هم منع کړې دي او په حقیقت کې د نجونو دیني مدرسې هم باید وتړل شي. د دې کار په کولو سره طالبان په بشپړه توګه نارینه ټولنه غواړي او د دی خبرو له کولو هم کومه ویره نلري. له همدې امله، آن د دوی قاضي القضات هم په خپل کتاب کې ښځې د عقل او دين نه کمزورې بولي، چې بايد د نارينه وو سرپرستي ومني، ترڅو ګمراه نشي.
په کومو ځایونو کې چې د طالبانو منشور ښځو ته حق ورکړی، هلته یې داسې شرایط وضع کړي چې عملي کول یې ناشوني دي. د بېلګې په توګه حقاني په خپل کتاب کې د ښځو لپاره په دولتي ادارو کې د ټيټې رتبې دنده چې مشرتوب او رهبرې نه وي، روا ګڼلي، خو د ښځو لپاره له کوره وتل او له نارينه وو سره یوځای کار کول روا نه دي. دا په عملی ډول ناشوني دي چې یو مامور په عامه دفتر کې کار کوي، پرته له دې چې له کوره ووزي او له نارینه وو سره یو ځای کې کار ونه کړي.
د نجونو د ښوونځيو د تړلو په اړه د طالبانو د ټينګار بل اړخ ښايي هغه ستونزې وي چې ښځو رامنځته کړې دي. دا اصلي لامل نه دی، خو دا کولای شي چې طالبان په خپله ایډیالوژۍ کلک ودروي. په تېرو ۱۵ میاشتو کې طالبانو د ښځو پر وړاندې د دوی تر ټولو جدي ستونزې تجربه کړې دي. دا تجربه چې په رښتیا هم طالبانو ته ډېره ګرانه شوی ده، د ټولنې د لوستو ښځو له خوا رامنځته شوې ده. هغه ښځې چې د طالبانو د ټوپکو د میلونو په وړاندې د “ډوډۍ، کار، ازادۍ” نارې وهي او د میلیونونو خاموشو ښځو استازیتوب کوي، د ستاینې وړ جرئت لري. دا جرئت د پوهنتون او ښوونځي څخه راغلی. موږ د مدرسې یوه ښځه هم نده لیدلی چې د طالبانو پر ضد ولاړه وي. آن د مدرسو سړي هم د طالبانو په وړاندې جدي دریځ نه دی نیولی. د علماوو دا ټولې شوراګانې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې له سوني او شیعه علماوو څخه جوړې شوې دي، په داسې حال کې چې د دین په نوم تر ټولو ناوړه جنایات ترسره کېږي او په دیني لارښوونو ملنډې وهل کېږي، خو دوي په هېڅ ډول غږ نه پورته کوي. دوی ته په دیني مدرسو کې زده کړي چې د فاع وکړي، نه نیوکه. د دوی محافظه کارۍ د هغه تعلیمي ډسپلین محصول دی چې دوی پکې لوی شوي. په ټول هیواد کې په زرګونو میرمنې هم دیني مدرسو ته ځي، هغوي هم زده کړي چې له څه شي دفاع وکړي.
یو ځل په ابن سینا پوهنتون کې د امیري پر ضد د «اسلام» کتاب مخ کتنه وه. علي امیري په خپلو خبرو کې یو ټکي ته اشاره وکړه چې په بنسټیزه توګه په اسلامي مدارسو کې اسلامي علما نه روزل کیږي؛ دوی د اسلام د مدافعینو په روزنه بوخت دي. هغه کسان چې د څه شی دفاع کول زده کوي، دوی نه د وضعیت په اړه د نیوکې او نه د بدلون لپاره جدي اړتیا احساسوي – که چېري دوی دا اړتیا احساس کړي – یو ګام به مخکې لاړ شي. د ښوونځيو په مدرسه بدلول هم د همدغسې لیدلوري پر بنسټ ترسره کېږي. طالبان ښوونځي تړي خو مدرسي جوړوي او يا ښوونځي په مدرسو بدلوي تر څو د وضعيت د مدافعينو روزنه وکړي، نه اسلامي عالمان چې يوه ورځ په انحرافاتو نيوکه وکړي او د ناوړه استفادې په وړاندې اعتراض وکړي.
پورتنیو ټکو ته په پام سره داسې ښکاري چې د پوهنې راتلونکی خورا تیاره دی. طالبان په ساده ډول ښځو ته د زده کړې اجازه نه ورکوي. آن که دوی د نړیوالې ټولنې د فشار په ګډون د عامه افکارو تر فشار لاندې دا کار وکړي، بیا به هم په هر ډول د پوهنې پر وړاندې ډبرې وغورځوي او خنډونه به جوړوي. ښایي په دې حالت کې یو له تاکتیکونو څخه دا وي چې نا لوستي پروفیسوران وګمارل شي او اسانتیاوې ورنه کړل شي. کله چې ښوونکی نه وي او یا بې سواده وي او مادي اسانتیاوې هم نه وي، زده کړه په عمل کې له منځه ځي، آن که په سطحي ډول تنفس کوي او ټولګي موجود وي. له همدې امله، د دې تیارو ژوند به د طالبانو رژیم په څېر اوږد وي. طالبان د بدلون وړ نه دي او په دې حالت کې په هېواد کې د پوهنې او لوړو زده کړو راتلونکې ډېر تیاره ښکاري.