۸صبح، هرات: د هرات طالب سیمهییز مسوولان وايي چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې له عملي چارو لیدنه کړې ده.
نوموړي وزارت دوشنبه د لیندۍ پر ۲۶مه وویل چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ویزو اسانتیا، د اوسپنې پټلۍ غځونې، نوري فایبر لېږد او ترانسپورتي چارو په هکله خبرېاترې شوې دي.
دواړو خواوو ټینګار کړی چې د یادشویو مواردو د چټکتیا په موخه باید کاري ټیمونه په کابل او عشقاباد کې خپلې جلسې ډېرې کړي.
طالبانو او ترکمنستان څو میاشتې مخکې د افغانستان په خاوره کې دننه د ټاپي پروژې عملي چارې پرانیستې وې.
له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي و چې په افغانستان کې د دې پروژې عملي چارې روانې دي.
د يادونې ده چې د دې پروژې لومړۍ برخه د ترکمنستان په خاوره کې بشپړه شوې ده.
د ټاپي پروژې ټول اوږدوالی یو زرو ۸۱۴ کیلومټره دی.
ټاپي په سیمه کې یوه لویه اقتصادي پروژه بلل کېږي چې افغانستان به د ګازو ترڅنګ هرکال د ګازو د د ټرانزیټ حق شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي.





