۸صبح، کابل: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، د دغه وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د ازبکستان د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د درمل جوړونې د صنعت د پراختیا ادارې له رییس عبدالله عزیزوف سره کتلي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت يکشنبه د چنګاښ پر ۲۸مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا کتنه ازبکستان ته د خوړو او درملو د معين د رسمي سفر پر مهال شوې ده.
د طالبانو په وینا، په دې کتنه کې دواړو لوریو د درملو، طبي تجهیزاتو، روغتیايي او خوراکي محصولاتو په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا او د تجربو د تبادلې په تړاو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د تخنیکي پوهې د لېږد، د تخنیکي وړتیاوو د لوړولو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ازبکستان د عامې روغتیا وزارت هم له طالبانو سره د ګډو پروګرامونو د پلي کولو لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.





