۸صبح، کابل: طالبانو ترکمنستان ته د دغې ډلې د یوه پلاوي د سفر او د هغه هېواد له چارواکو سره د ټاپي پروژې په تړاو د خبرو اترو خبر ورکړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون پنجشنبه د غويي پر ۳۱مه، راپور ورکړی چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیرانو او همداراز د افغانستان برېښنا شرکت د رییس او د ټولګټو وزارت د مرستیال په ګډون د دې ډلې یوه پلاوي ترکمنستان ته سفر کړی دی.
د راپور پر بنسټ، د طالبانو پلاوي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید ميردوف او د هغه هېواد له ځینو نورو چارواکو سره کتلي دي.
طالبانو ادعا کړې چې په دغو کتنو کې، د ټاپي پروژې د پلي کېدو د څرنګوالي، په افغانستان کې د دغې پروژې په تګلوري کې د پرتو ځمکو د ملکیتونو د استملاک، د صادراتي ګازو د بیې او نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې اترې شوې دي.
ترکمنستان پر افغانستان د طالبانو ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې، له دغې ډلې سره پراخې اړیکې ټینګې کړې دي.
بلخوا، د طالبانو ډله تر اوسه له روسیې پرته د هیڅ بل هېواد له لوري په رسمیت نه ده پېژندل شوې.





