۸صبح، کابل: طالبانو ادعا کړې چې په هرات ولایت کې د ټاپي د ګازو نللیکې د جوړولو چارو پرمختګ کړی دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سهشنبه د وري پر ۱۱مه، په یوه پیغام کې ادعا کړې چې تر اوسه د ټاپي د ګازو نللیکه ۲۵ کیلومټره غځول شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د ۱۲۰ کیلومترو په اوږدوالي بله سیمه هم د دې نللیکې د کار د دوام لپاره چمتو شوې ده.
د ټاپي پروژې عملي کار د ترکمنستان او طالبانو ترمنځ د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې پیل شوی و.
ټاپي پروژه د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لېږدوي.
دا پروژه د ترکمنستان له خاورې د ۱۵۰ کیلومټرو تر تېرېدو وروسته له هرات ولایت سره نښلول کېږي.
د ترکمنستان چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې د ټاپي د ګازو نللیکه به د ۲۰۲۶ کال تر نیمایی پورې هرات ولایت ته ورسېږي.





