۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې د حیرتان – مزارشریف مسیر د نایباباد تمځای اړوند د ۱۶۹۴ متره اوسپنې پټلۍ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
باختر خبري اژانس سهشنبه د تلې پر ۲۸مه راپور ورکړی چې دا پروژه د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رییس عبدالکریم فاتح له خوا پرانېستل شوې ده.
دا پروژه د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې او د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ترمنځ د هوکړې له مخې پلې شوې او د نایباباد تمځای د تاسیساتو د ودې یوه برخه ده.
د راپور له مخې، پر دې پروژې ۱۶۸.۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د دغې پروژې د پاتې برخو چارې دوام لري.
طالبان وايي چې د دې پروژې په بشپړېدو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا، د توکو د لېږد په اسانتیا او د اوسپنیزې لارې د ظرفیت په لوړولو کې مثبت رول ولوبوي.





