۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یووالي» په نوم پنځه ورځنی علمي ورکشاپ په ملي موزیم کې پیل شوی دی.
باختر خبري اژانس یکشنبه د وږي پر لومړۍ راپور ورکړی چې دا ورکشاپ د استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د علمي او کلتوري بنسټونو د استازو په حضور کې پیل شوی دی.
د راپور له مخې، په دغه ورکشاپ کې د پښتو او دري لیکلارو توپیرونه ارزول شوي او په علمي، ښوونیزو، اداري او فرهنګي برخو کې د همغږې په موخه د دواړو ژبو لپاره د واحد او معیاري لیکدود پر چمتو کولو بحث کېږي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي ویلي چې د هېواد د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ژمن دي.
د یادونې ده چې په تېرو پنځو کالو کې بیا د بشري حقونو ځينو فعالانو، فرهنګیانو او افغان مدني فعالانو د دري – فارسي ژبې اړوند د طالبانو تګلاره د دې ژبې د ځپلو هڅه بللې او هغه یې «ژبنی اپارتاید» نومولی دی.





