۸صبح، کابل: ځايي سرچینې وايي چې طالبانو د کابل په دشت برچي کې د «شمع هدایت» ښوونځي مدیر سالم صمیم نیولی دی.
سرچینو چهارشنبه د زمري پر ۲۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې سالم صمیم پرون د سهار شاوخوا ۱۰ بجې د ښوونځي له یوه ساتونکي سره نیول شوی دی.
د سرچینو په خبره، تر اوسه د ښوونځي د مدیر او ساتونکي د نیول کېدو لامل نه دی څرګند شوی او د هغوی د ساتلو د ځای په اړه هم معلومات نه شته.
سرچینې زیاتوي، هغه کس چې د دې پېښې په اړه یې له رسنیو سره خبرې کړې وې، هم ګواښل شوی دی.
د سرچینو په خبره، دا کس د ګواښ پر مهال له سپکاوي سره هم مخ شوی دی.
څو ورځې مخکې «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي ته څېرمه چاودنه شوې وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) هم ویلي چې په دې پېښه کې ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.





