۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د ټولنیزو شبکو څو فعالان نیولي دي.
سرچینو پنجشنبه د لړم پر ۲۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو د روانې اوونۍ په اوږدو کې لږ تر لږه د خواله شبکو ۲۰ فعالان له دغو شبکو د «ناسمې کارونې» په تور نیولي دي.
د سرچینو په خبره، ګڼ نیول شوي هغه ځوانان دي چې په ټيکټاک کې فعال و.
طالبانو درې ورځې مخکې په پنجشیر کې هم د ټولنیزو شبکو یو فعال نیولی و او تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د خواله شبکو فعالان نیولي او تر څنګ یې د مخابراتو او ټيکنالوژۍ وزارت په هېواد کې د ټيکټاک پر فعالیت بندیز لګولی دی.






