۸صبح، کابل: د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د روسیې د عامې روغتیا له وزیر میخایل البرتویچ موراشکو سره په لیدنه کې له افغانستان سره د روغتیايي خدماتو د کیفیت لوړولو په برخه کې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت شنبه د تلې پر ۱۱مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې په دې لیدنه کې د اوږدمهاله روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
دواړو لوریو د درملو، واکسینونو او روغتیايي تجهیزاتو پر وارداتو او همکارۍ او د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې هم بحث کړی دی.
ورته مهال د روسیې د عامې روغتیا وزیر ویلي چې هېواد یې چمتو دی د روغتیا په برخه کې له طالبانو سره تخنیکي همکاري پراخه کړي.
نوموړي د دواړو لوریو ترمنځ د روغتیايي اړیکو پر لا پیاوړتیا هم ټينګار کړی دی.
په دې لیدنه کې ټينګار شوی چې د روغتیا په برخه کې به د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ اړیکې او همغږي لا پیاوړې شي.





