۸صبح، کابل: د طالبانو کابینې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته امر کړی، چې پابجي انلاين ګيم او ټیک ټاک اپلیکشن بند کړي.
د طالبانو مرستیال ویاند انعامالله سمنګاني نن پنجشنبه د غویي پر لومړۍ یو ټوییټ کې ویلي، چې دغه پروګرامونه، ځوان نسل بېلارې کوي.
د طالبانو مرستیال ویاند لیکلي، چې د هغوی کابینې د مخابراتو له وزارته غوښتي له هغو ټلویزیوني شبکو چې د هغه په وینا «غیر اخلاقي» پروګرامونه خپروي، مخنیوی وکړي؛
خو سمنګاني د دغو چینلونو نوم نه دی اخیستی.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، پر رسنیو پراخ بندیزونه لګولي دی. اوسمهال له تصویري او غږیزو رسنیو څخه د سریال او موسیقي خپرول منع دي.
همدارنګه هغوی د افغانستان له رسنیو د نړیوالو رسنیو د پروګرامونو خپرول هم منع کړي دي.