۸صبح، کابل: د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په یوه ناسته کې د ټیک ټاک او پابجي اپلېکشنونو لپاره وخت ټاکلی دی.
دغه وزارت شنبه د وږي پر ۲۷ د طالبانو د امنیتي برخې او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د استازو په حضور یوه ناسته کې له ټیک ټاک او پابجي څخه د کار اخیستو د منع کولو په اړه پرېکړه کړې ده.
د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د پرېکړې پربنسټ ټیک ټاک به په یوه میاشت او پابجي اپلیکېشن به په درېیو میاشتو کې بند شي.
له دې مخکې طالبانو د دغو اپلیکېشنونو کارول غیرشرعي بللي وو.