۸صبح، پنجشیر: سرچینې وايي چې د مهرالله شیرزاد په نوم یو خبریال له خپل تره سیفالرحمن شیرزاد سره نیول شوی دی.
سرچینو چهارشنبه د چنګاښ پر ۳۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته ومنله چې دا دوه کسان پرون د پنجشیر دره ولسوالۍ اړوند سیمه کې نیول شوي دي.
د سرچینو په خبره، مهرالله شیرزاد او تره یې له هېواده بهر رسنیو سره د همکارۍ له کبله نیول شوي دي.
تر اوسه د دغو کسانو د نیولو ځای او پر هغوی د لګېدلي تور په اړه معلومات نه شته.
ورته مهال د مهرالله شیرزاد او سیفالرحمن شیرزاد کورنۍ د هغوی له نیول کېدو اندېښنه ښودلې او د هغوی د وضعیت او ځای په اړه یې د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته خبریالان له پراخو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
له رسنیو ملاتړو سازمانونو په وار وار په هېواد کې پر خبریالانو د فشارونو د زیاتېدو، شکنجې او محدودیتونو له کبله اندېښنه ښودلې ده.





