۸صبح، بادغیس: په بادغیس کې ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو استخباراتو په دغه ولایت کې د عبدالخالق خان چاکر په نوم د یوه سیمهییز قوماندان زوی نیولی دی.
سرچینو یکشنبه د تلې پر ۱۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې هارون په مخکېني حکومت کې دولتي دنده نه لرله او شخصي کاروبار یې کاوه.
د سرچینو په خبره، عبدالخالق خان چاکر پېژندل شوی جهادي قوماندان او له اسلامي ګوند سره تړلی او په بادغیس په ځانګړې توګه د دغه ولایت په مرکز قلعه نو کې نفوذ لرونکی کس دی.
ویل کېږي چې هارون د جمعې پر ورځ نیول شوی او د نیولو د لامل په اړه یې نور معلومات نه شته.





