۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز روغتون رغنیزې چارې پیل شوې دي.
باختر خبري اژانس چهارشنبه د چنګاښ پر ۲۴مه راپور ورکړی چې دا روغتون د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پر نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو پراختیايي بودیجې جوړېږي.
د راپور له مخې، دا روغتون پر پنځه جریبه ځمکه رغول کېږي او ټاکل شوې چې رغنیزې چارې یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.
طالبانو ویلي چې د دغه روغتون تر بشپړېدو وروسته به پکې داخله، جراحي، نسايي ولادي او نورې څانګې فعالیت ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې روغتیايي سیسټم له پراخو ننګونو سره مخ دی.
د بودیجې او د بشري مرستو کمښت، د سرچینو محدودیت او د ښځینه روغتیاپالو کمښت د افغانستان په ډېرو سیمو کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو بهیر ستونزمن کړی دی.






