۸صبح، کابل: سرچینې وايي چې طالبانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته هغه ښځې دولتي ادارو ته د ننوتلو اجازه ونه لري چې چادري یې نه وي اغوستي.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۱۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې، پوهنې وزارت او د زندانونو ریاست په ګډون دولتي ادارو ته د ښځو د ننوتو مخه نیول شوې ده.
په هرات ولایت کې سرچینې وايي چې طالبانو د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته د لږ تر لږه ۵۰ ښځو د ورتګ مخه نیولې ده.
د طالبانو دا پرېکړه تر اوسه پورې په بېلابېلو ولایتونو کې پلي شوې ده.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د دې اقدام موخه دا ده چې ښځې مجبورې کړي چې چادري واغوندي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې په کونړ، کندهار او خوست ولایتونو کې بې چادرۍ ښځې په روغتونونو کې له درملنې محرومې شوې دي.
طالبانو ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی چې له حجاب پرته د ښځینه ناروغانو درملنه ونه کړي.
د ښځو په ژوند باندې د طالبانو مخ په زیاتیدونکي محدودیتونه دوام لري.





